لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د زندان دننه د ولږې د هړتال پېل کولو اعلان کړی



د جمعې په ورځ عدالت کې میډیا سره د خبرو په مهال عمران خان ویلي خپلو وکیلانو سره تر مشورې وروسته به د ولږې د هړتال لپاره غوڅه نېټه اعلان کړي.
د جمعې په ورځ عدالت کې میډیا سره د خبرو په مهال عمران خان ویلي خپلو وکیلانو سره تر مشورې وروسته به د ولږې د هړتال لپاره غوڅه نېټه اعلان کړي.

په بیلابیلو مقدمو کې بندي د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان د پاکستان په چیف جسټس قاضي فایز عیسا بې باوري ښکاره کړې اؤ په جېل کې یې د ولږې د هړتال پیل کولو اعلان کړی دی.

عمران خان د ولږې د هړتال دا اعلان په داسې حال کې کړی چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې ویلي د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران د نړیوالو قوانینو په خلاف زندان کې ساتل شوی اؤ د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.

د جمعې په ورځ عدالت کې میډیا سره د خبرو په مهال عمران خان ویلي خپلو وکیلانو سره تر مشورې وروسته به د ولږې د هړتال لپاره غوڅه نېټه اعلان کړي.

عمران خان وویل د سپریم کورټ په مشر قاضي باور نه لري اؤ پوښتنه یې راولاړه کړه چې دده په هره مقدمه کې چې کوم بینچ جوړیږي په هغې کې قاضي فایز عیسا ولې شامل وي؟

پخواني وزیراعظم وویل د هغه وکیلانو په هر بینچ کې د قاضي فایز عیسا په موجودیت نیوکه کړې ده اؤ اوس دی شک لري چې انصاف به ورته ترلاسه نه شي.

د عمران خان په تېر حکومت کې د قاضي فایز عیسا په ضد جوډیشل کمیشن ته ریفرنس لیږل شوی ؤ اؤ په هغه اؤ مېرمنه یې له ملکه بهر د ناجایزه جاییدادونو جوړولو تورونه لګول شوي وؤ .

خو قاضي فایز عیسا هغه مهال په ځان د لګول شوؤ تورونو په ضد سپریم کورټ ته مراجعه کړې وه اؤ سپریم کورټ هغه بې قصوره بللی ؤ.

وروسته چې کله قاضي فایز عیسا د سپریم کورټ مشر قاضي جوړ شو نو له هغې راپدیخوا عمران خان اؤ دهغه د ګوند نور مشران وخت په وخت په چیف جسټس د بې باورۍ څرګندونې کوي.

میډیا سره په خبرو کې عمران خان وویل د هغه وکیلان هم ګمان کوي چې ده ته انصاف نه ورکړل کیږي ځکه نو باید مقدمې یې نور ججان واوري.

عمران خان تور ولګولو چې په کوم جیل کې دی ساتل شوی د هغې ټول نظام یو پوځي کرنل اؤ میجر چلوي اؤ پرون دده ډله دده لیدنې لپاره جیل ته ورغلې وه خو تر دریوؤ ساعتو پورې پرې له د اډیاله زندانه بهر انتظار وکړل شو اؤ ده سره ملاقات ته ورپرې نه ښودل شول.

عمران خان د تېرکال د اګست د میاشتې راهسې زندان کې پروت دی اؤ هغه ته فرورۍ کې د شوؤ‌ ټولټاکنو نه لږې ورځې وړاندې په ځېنو مقدمو کې سزاګانې اورول شوې وې.

هغه دا وخت هم په لسګونو مقدمو سره مخ دی اؤ خپله عمران خان اؤ دهغه ګوند وایي چې په هغه ټول تورونه د سیاسي انتقام په اساس لګول شوي چې مقصد یې اقتدار ته د عمران خان د رسېدو مخه نیول دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان عدالتوو د توشه خانې اؤ سایفر قضیو کې د عمران خان سزاګانې ځنډولې دي خو د عدت په مهال د نکاح کولو قضیه کې ټرایل کورټ هغه ته سزا اورولې ده.

پروسکال د مې میاشت کې رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد د پېښو کې هم په عمران خان په د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه روانه ده.

پخپل سر د نیونیو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې "یو این ورکنګ ګروپ آن آربټریری ډیټینشن" روانه میاشت په خپل بیان کې ویلي وؤ، د عمران خان په غیر قانوني توګه نیول اؤ زاندان ته اچول د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده اؤ په دې غیر قانوني نیونه باید عمران خان ته تاوان یا هرجانه ورکړل شي.

خو د پاکستان د قانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ د ملګرو ملتونو د کاري ډلې دغه بیان بې ضرورته بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان کې عدالتونه ازاد دي اؤ هر چاته انصاف ورکړل کیږي.

عمران خان د کال 2018م په ټولټاکنو کې له کامیابۍ وروسته د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی ؤ اؤ بیا په کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک کامیابولو له لارې د هغه اقتدار ختم کړی ؤ.

له خپل حکومت ړنګېدو وروسته عمران خان تور لګولی ؤ چې پارلیمان نه د هغه په ضد د بې باورۍ تحریک کامیابولو کې د امریکې اؤ د پاکستان د پوځ لاس ؤ خو امریکې اؤ پاکستاني پوځ دواړو د عمران خان دا تورونه رد کړي دي.

د عمران خان د حکومت ړنګېدو وروسته د هغه په ضد ګڼ شمیر قانوني مقدمې درج کړل شوي‌ دي اؤ ددغو مقدمو په اساس هغه د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټاکنو کې د برخې اخستو لپاره هم عدالت نا اهله ګرځولی ؤ خو د هغې باوجود هم د عمران خان ملاتړو کاندیدانو په دې انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې.

په قامي پارلیمان کې که هر څو څوکۍ د عمران خان د ملاتړو پارلیماني غړو زیاتې وې خو مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند خپلو کې اتحاد وکړو اؤ ځېنې ازاد غړي یې هم ځان سره ملګري کړل اؤ ګډ حکومت یې جوړ کړو.

امریکې، برتانیې اؤ اروپایي اتحادیې پاکستان کې د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د درغلۍ په تورونو اندېښنې ښودلې اؤ ددې د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس هم د انتخاباتو په ورځ د موبایل سروس په ځنډولو اؤ د تشدد په پېښو رامنځته کېدو اندېښنې ښودلې وې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG