لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دوبۍ کې د ويزو کاروباریان وايي د غېرقانوني کارونو په سر پاکستانیانو دپاره د يو ای ايي په ویزو کې سختي شوې


د پاکستان امیګریشن اینډ اورسیز ایمپلایمنټ د یو رپورټ ترمخه په کال 2024 کې متحده عرب اماراتو ته 64130 پاکستانیان د کار په ویزه داخل شوي او په 2023 کې دا شمیره 229894 وه
د پاکستان امیګریشن اینډ اورسیز ایمپلایمنټ د یو رپورټ ترمخه په کال 2024 کې متحده عرب اماراتو ته 64130 پاکستانیان د کار په ویزه داخل شوي او په 2023 کې دا شمیره 229894 وه

د متحده عرب امارات د حکومت لخوا پاکستانیانو ته په ویزو ورکولو کې سختي سېوا شوې او د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په کال 2024 کې دې هېواد ته د پاکستاني کارکونکو په تګ کې ښکاره کموالی لیدل کېږي.

د ویزو کاروبار کونکي وایی د پاکستانیانو په ویزو قانوني بندیز نشته خو دوی دلته په مبینه توګه غیر قانوني کارونه کوي نو ځکه نوي راتلونکو ته په ویزو کې ستونزې سېوا شوي دي.

د پاکستان امیګریشن اینډ اورسیز ایمپلایمنټ د یو رپورټ ترمخه په کال 2024 کې متحده عرب اماراتو ته 64130 پاکستانیان د کار په ویزه داخل شوي او په 2023 کې دا شمیره 229894 وه.

په دی اړه د یو وکیل وینا ده چې د پاکستانیانو په ویزو کې د سختۍ غټه وجه په غیر قانوني کارونو کې د دوي زیاتولی لیدلی کیږي.

وکیل عباد الله وايي " پابندې په دی وجه سېوا شوي دي چې پاکستانیان دلته راشي نو په غیر قانوني کارونو کې ککړ شي لکه خیرات غوښتلو پشان کارونه وي چې د دی ځای قانون مطابق په آغې پابندي وي نو د دی ځای حکومت غواړي چې دلته پرامن ماحول وي دقانون پاسداري وي او داغه کارونه د دی حکومت نوي خوښ نو دوي مزید پابندي لګوي."

ابرار حبیب د دوبې په یو ویزو ورکولو کمپنۍ کې منیجر دی وایی د مخکې په پرتله اوس ویزه ویستل ګران شوي ځکه چې زیاتره پاکستانیان په اغه معیار برابر نوي د څه دپاره چې اغوي دی هیواد ته راتګ غواړي خو تعلیم یافته کسان چې په سمه لار خواست وکړي اپلایی اوکړي نو ویزه ورته ورکړی کېږي.

deewa
deewa


یو پښتون کاروبار کونکې دلته 35 کالو نه اوسېږي وایی د پاکستانیانو لخوا په رسنیو ازادو بیانونو هوم دوي ته په ویزو کې ستونزې سېوا کړي دي.

شاید اورکزی وايي " مسافرو پښتنو ته او ټولو پاکستانیانو ته هوم زه دا ویمه چې مونږ دی ملک ته راغلی یو مونږ د پاکستان نمایندګي کاو نو مونږه ته په سیاسي هلو ځلو کې زیاته دلچسپي یا مونګته د دی ملکونو ماحول خرابولو کوشش کول ندي پکار ."

د وکیل عباد الله په وینا دی هیواد کې قانون د مسافرو ترمنځ هیڅ تفریق نه کوي خو دا حکومت په خلکو نظر ساتي چې د کوم هیواد خلک د دی حکومت قانون عملي کوي نو ورته اسانتاوي ورکوي که نه وي نو بیا پی بندیزونه لګوي .

هغه وویل د یو ای ايي د کارکوونکو او د امیګرېشن بنیادي قوانین لري او بیا د هر ملک د پاره زېلي قوانین یا بای لاز دي چې په کې بعضې ملکونه ته اسانتیاوی شته چې دلته پرامن اوسي او د قانون پاسداري کوي او کوم خلک چې غېر قانوني کارونه کوي نو د اغوي دپاره په باي لاءز کې سختې سېوا کوي چې دوي داغه کارونو نه منعې شي.

په عرب اماراتو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي په اړه ميډیا رپورټ کړي د ویزو د سختو په اړه یی د پاکستان حکومت خبر کړی او د عرب اماراتو واکمنو سره هوم یی خبرې کیږي خو ورته په ویزو د بندیز په اړه هیڅ خبر دارې ندی ورکړی شوی.

د پاکستان د ميډیا رپورټ کړي هیواد کې اوس په ایجنټانو سختې سېوا شوي ، نوی راتلونکي به د پولیسو نه سند ترلاسه کوي چې په جرم کې ککړ نوي او ورسره بغیر تعلیم لرونکو دپاره هوم یی هنري اسناد ترلاسه کول ضروري ګرځول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG