لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف به په ٤ جولا ئي دچين دوره کوي


دپاکستان خارجه وزارت پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دچين دوزيراعظم لي کيچيانگ په بلنه به وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دڅلورمې څخه اتمې جنورۍ پورې دچين دوره کوي.
دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دوزيراعظم ددغه لمړۍ سرکاري غيرملکي دورې په مهال به هغه سره دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى وى.
وياند وائي مئ کې دچين دوزيراعظم لي کيچيانگ ددورې څخه وروستو دپاکستاني وزيراعظم چين ته دغه دوره ددواړو هيوادونو دنزدې اړيکو څرگندونه کوي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه دورې څخه دمخه په ٢٤ جون دمنصوبه بندۍ په اړه دپاکستان وزير احسن اقبال دچين سفر کړى ؤ چې په دغه مهال ددوه اړخيزه همکارۍ دسيوا کولو په گڼو تجويزونو مشورې شوې وې اؤ دوزيراعظم نواز شريف چين ددغه دورې په مهال به ورته غوڅ شکل ورکړل شي.
دچين ددغه سفر په مهال به وزيراعظم دچيني قيادت ترڅنگ ددغه هيواد داقتصادي څانگې دعهديدارانو اؤ ميډيا داستازو سره هم ليدنې کوي.
وزيراعظم به دچين دلويو صنعتي مرکزونو اؤ ځانگړو اقتصادي سيمو دوره هم کوي.
دخارجه دفتر وياند وائي داوسنو کلونو په مهال ددواړو هيوادونو په اقتصادي همکارۍ کې څرگنده ښه والى راغلى.
هغه وائي ددواړو هيوادونو يو گډ اقتصادي کميشن اؤ دانرژۍ په څانگه کې دهمکارۍ سيوا کولو لپاره دانرژۍ يوه گډه ډله هم کار کوي.
بيان کې زياته کړل شوې ده چې تير کال دتجارت حجم د١٢ؤ اربو ډالرو څخه سيوا ؤ اؤ په دغه مهال پاکستان څخه چين ته په برامداتو کې هم اضافه شوې ده.
دخارجه دفتر بيان وائي پاکستان کې دچين ١٢٠ کمپنۍ کار کوي اؤ په ٢٠١٢ کې پاکستان کې دچين سرمايه کاري تقريباً دوه اربه ډالر وه.
وياند هيله څرگنده کړې ده چې چين ته دوزيراعظم نواز شريف ددغه سفر سره به موجودو اړيکو کې نوره پراختيا هم رامينځته شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG