لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقومي سلامتۍ په اړه ټول گونديز کانفرنس کې سياسي مشرانو ته دگډون بلنه


 داطلاعاتو وزير ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دټول گونديز کانفرنس ايجنډا به په قبائيلي سيمو کې ډرون حملې، دبلوچستان صورتحال ، دترهه گرۍ په ضد جگړه اؤ قومي سلامتي تگلاره وي
داطلاعاتو وزير ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دټول گونديز کانفرنس ايجنډا به په قبائيلي سيمو کې ډرون حملې، دبلوچستان صورتحال ، دترهه گرۍ په ضد جگړه اؤ قومي سلامتي تگلاره وي
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په ١٢ جو لائي اسلام اباد کې دقومي سلامتۍ په حقله کيدونکې غونډه کې برخه اخستو لپاره دسياسي گوندونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده.
داخله وزير چوهدري نثار وئيلي دي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ته به هم په دغه غونډه کې بلنه ورکولى شي.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دگل په ورځ پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه غونډې لپاره دوړاندې څخه ټاکل شوې نيټه (١٢مئ) غوڅه نيټه نۀ ده اؤ ددغه غونډې نيټه وروستو کيدى شي.
بيان کې وئيل شوي دي دا خبره په ډاگه کولى شي چې دقومي سياسي گوندونو دمشرانو دمشاورتي غونډې نيټه حتمي نۀ ده اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان دسياسي مشرانو درابللو په عمل کې اوس هم بوخت دى.
بيان وائي دمشاورتي عمل دمکمليدو وروستو به داخله وزير دغوڅې نيټې ټاکلو لپاره وزيراعظم سره رابطه کوي.
داخله وزير دټيليفون له لارې دجماعت اسلامي مشر منور حسن، دپاکستان مسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين، په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دپي پي پي مشر خورشيد احمد شاه، دمتحده قومي موومنټ مشر فاروق ستاق، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزي اؤ دبلوچستان نيشنل پارټۍ مينگل مشر سردار اختر مينگل ته بلنه ورکړې ده.
چوهدري نثار علي خان دغو سياسي مشرانو ته دقومي سلامتۍ په اړه کيدونکې غونډه کې دبرخې اخستو دغه بلنه دوزيراعظم ميا نواز شريف په وينا ورکړې ده.
نواز شريف دشورو په ورځ ددغه غونډې درابللو فيصله کړې وه.
په دغه غونډه کې به دهيواد دمجموعي امنيتي صورتحال دښه کولو اؤ مخ په زياتيدونکې ترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يوه قومي تگلاره جوړولى شي.
وزيراعظم ميا محمد نواز شريف، به هم په دغه غونډه کې برخه اخلي.
له دې وړاندې گڼو سياسي گوندونو دپاکستان په وفاقي حکومت دټول گونديزې غونډې درابللو لپاره ټينگار کړى ؤ.
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز شريف وئيلي دي چې دال پارټيز کانفرنس لپاره تيارۍ سرته رسيدلي دي.
هغه وئيلي دي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني به دقومي سلامتۍ دغونډې برخه والو ته په امنيتي صورتحال بريفنگ ورکوي.
داطلاعاتو وزير ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دټول گونديز کانفرنس ايجنډا به په قبائيلي سيمو کې ډرون حملې، دبلوچستان صورتحال ، دترهه گرۍ په ضد جگړه اؤ قومي سلامتي تگلاره وي.
داطلاعاتو وزير وئيلي دترهه گرۍ دخاتمې لپاره سياسي اراده ضروري ده اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت به طالبانو سره دملک دائين په رڼا کې مذاکرات کوي.
هغه په تير حکومت تور لگولى چې دملک څخه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره يې کلک گامونه نۀ دي اخستي.
سرچينې وائي دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان به په دغه ټول گونديز کانفرنس کې برخه نۀ اخلي اؤ ددې مخالفت يې کړى.
دسرچين ترمخه څو ورځې دمخه دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف عمران خان ته ټيليفون کړى ؤ اؤ هغه يې خبر کړى ؤ چې حکومت دقومي سلامتۍ په حقله ديوې غونډې رابللو اراده لري اؤ هغه ته يې په دغه غونډه کې دگډون بلنه ورکړې وه.
سرچينې زياتوي دپي ټي ائي مشر دټولو گوندونو ديوې بلې غونډې مخالفت کړى ؤ اؤ وئيلي يې ؤ چې دتيرو څو کلونو په مهال دغسې گڼې غونډې شوي دي ، چې هيڅ نتيجه يې نۀ ده راوتلې دغه غونډه به هم ددغه لړۍ يوه کړۍ وي.
عمران خان شهباز ته مشوره ورکړې وه چې لندن ته دهغه دمعائنې په لړ کې ددورې څخه وړاندې يا وروستو دې يوه خصوصي غونډه راوغوښتل شي ، ځکه چې هغه به په ٨ جولايۍ لندن ته ځي اؤ بيا به په ٢٠ جولا يۍ راستنيږي.
خو حکومت خپلې منصوبې ته فوقيت ورکړى اؤ ال پارټيز کانفرنس کې به دپي ټي ائي له لوري دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک اؤ وائس چئيرمين شاه محمود قريشي گډون کوي.
عمران خان شهباز شريف ته مشوره ورکړې وه چې وزيراعظم ته يوه داسې غونډه راوغوښتل پکار دي چې پکې دپوځ سرلښکر اؤ دخيبرپښتونخوا وزيراعلي دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دتگلارې جوړولو لپاره برخه واخستل شي.
دميډيا راپورونو ترمخه دترهه گرۍ دمخنيوي په مجوزه تگلاره کې حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې دهاغو ترهه گريزو ډلو سره دپخوانو نيول شوؤ ترهه گرو اؤ پخوانو جنگيالو په ذريعه مذاکرات پيل کړل شي چې دتشدد پريښودو ته راضي وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG