نړيوال بینک په خپل رپورټ کې ويلي تير کال پاکستان کې د غربت کچه اووه فيصدي نوره سيوا شوې چې له وجې يې يو کروړ ديرش لکه نور خلک د غربت ښکار شوي دي.
پوهان وایي خيبر پښتونخوا کې د غربت کچه کې د اضافې وجه د ترهګرۍ روان بهیر ،بدامني او د روزګار نشتوالی دی.
په خيبر پښتونخوا کې دياړي کونکي مزدوران وايي په صوبه کې ورځ تر بلې د ګرانۍ شرح کې اضافې دوي سخت اغيزمن کړي دي اؤ د مزدورۍ په پيسو يې د خوراک څښاک اور نور بنيادي ضرورتونه نه پوره کيږي .
د خېبر پښتونخوا سوداګر وايي د غربت په کچه کې د اضافې لويه وجه دا ده چې په صوبه کې د کاروبار او روزګار موقعې مخ په کميدو دي.
د دوي په وينا سوداګر خپلې سيمې ته روزګار راوړلی شي او د هغې سره خلکو ته د کار کولو موقعې په لاس ورځي خو د بده مرغه د صوبایي او وفاقي حکومت د غير سنجيدګۍ له وجې دلته ولس په معاشي توګه ډير متاثره شوی دی او په راتلونکي کې د غربت د شرحې د نور سيوا کيدو انديښنه ده۔
د سرحد چېمبر اف کامرس صدر فضل مقيم خان ډیوه سره خبرو کې وایي، هره ټولنه هغه مهال پرمختیا ته جوړیږي چې کاروباري چاپېریال پکې سم وي خو دلته د کاروبار مخې ته تر ټولو ستر خنډ ناامني ده.
هغه وایي خېبر پښتونخوا کې د روزګار اؤ کاروبار د نشتوالي بل مهم علت د حکومت هغه ناکامه پالیسۍ دي چې د ځکمنیو حقیقتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.
د فضل مقیم خان په وینا، د خېبر پښتونخوا نه زیاتو تجارانو خپل کاروبارونه پنجاب اؤ اسلام اباد ته یوړل اؤ هلته ښه په سکون سره خپل کاروبار کوي.
نوموړی وایي د خېبر پښتونخوا په اقتصادي توګه د ځپلو عمل د یو سازش لاندې روان دی اؤ د غربت کچه په حقیقت کې اووه نه بلکې تر 20 فیصدي هم په ښکته تللې ده خو په ریکارډ یوازې اووه فیصدي ښودل شوې ده.
هغه وایي کله چې روزګار نه وي نو امن هم خرابېږي، ترهګر سیوا کیږي ځکه چې کله یو تن خپلو بچو ته د ډوډۍ پېدا کولو لارې نه مومي نو هغه به خامخا امن خرابوي اؤ د ترهګرو لیکو سره به یو کیږي.
د مزدورانو وینا ده چې صوبه کې زورګار نشته اؤ دوي انديښمن دي چې د غربت له وجې نور ونه ځپل شي۔
د ګل محمد په نوم یو مزدور ډیوه سره خبرو کې وویل "مونږ ته ډيرې مسلې دي، د کرایه کورونو کې اوسېږو اؤ کرایه راسره نه وي،ناییک راشي ور راته وټکوي چې کرایه راوباسه ، مونږ یې له چرته نه ورکړو؟"
ګل محمد وایي ، دوي مزدورۍ پسې سهار له کوره اوځي اؤ ماښام بېرته راګرځي خو دومره پيسې نه شي پېدا کولی چې ځانته پرې ډوډۍ واخلي .
"مهرباني دې وکړی شي زمونږ د غریبانانو دې څه چاره برابر کړل شي، ملک کې دومره غربت راغلی دی، خلکو سره پیسې شته ، مونږ له خو یې څوک نه راکوي کنه ، ماسره پخپله یوه روپۍ وي ، بل سره یو لک روپۍ وي، مونږ سره دې انصاف وشي ، دلته دې کارخانې جوړې کړل شي چې مزدوران پکې په روزګار ولګي"
د نړیوال بینک رپورټ کې ويل شوي پاکستان کې د وبایي ناروغیو، قدرتي افتونو، رزعي پيدوار کې د کمي او غير مستحکم سياسي چارو په وجه د دې هيواد په معيشت بدې اغيزې شوې دي.
څېړونکي وايي چې دا وخت خيبر پښتونخوا کې د امنيت د وضعیت نه ښه کيدو په وجه دلته سوداګر نه راځي ځکه د نور ملک په نسبت د دې صوبې ولس ډير ځپل کيږي۔
وي او اې ډیوه سره خبرو کې خبریال عرفان خان وایي ، مونږ که د خېبر پښتونخوا صوبې خبره کوؤ نو کومې شمېرې چې مخې ته راځي هغه ښیي چې تر پینځوؤ میلیونو زیات ماشومان له سکولونو بهر دي.
عرفان خان وایي،د سکولونو نه د ماشومانو د بهر پاتې کېدو عمده علت دادی چې والدین یې د سبقونو لګښتونه نه شي پوره کولی ځکه چې په صوبه کې غربت ډیر زیات سېوا شوی دی.
زیاتره والدینو خپل ماشومان سکولونو ته د لېږلو په ځای کار کسب ته کېښنولي دي ځکه چې هغوي وایي اول خو پخپلو ماشومانو سبق نه شي ویلی اؤ که سبق پرې ووایي نو بیا هم دا ضمانت نشته چې سبا به ورته روزګار ترلاسه شي که نه ؟
خبریال عرفان خان وایي د خېبر پښتونخوا حکومت سره د غربت د ختمولو لپاره هیڅ مربوطه تګلاره نشته .
د هغه په خبره، دلته امن خراب دی، ترهګري روانه ، خلکو نه بهتې غوښتل کیږي نو ځکه یو خو د بهر نه سرمایه کاران دلته د روزګار لپاره نه راځي اؤ بل ددې ځای خپل سرمایه داران هم ډير په چټکتیا سره اوس خپله سرمایه د صوبې نه پنجاب اؤ نورو خوندي سیمو ته انتقالوي.
که څه هم په خيبر پښتونخوا کې د بدامنۍ، د روزګار نشتوالي او د صوبې د معاشي حالت خرابيدو په سر په واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف نيوکي کيږي خو په صوبه کې د خزانې مشير وايي که چرې وفاق خيبرپښتونخوا ته خپل حقوق ورکړي نو د دې صوبې حالت بدليدای شي.
Forum