لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: په ټولنه دنیا کې قېد خبریالان دې ازاد کړی شي


د ورلډ پرېس فریډم ډی یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ د لمانځلو په مناسبت یو بیان کې صدر بایډن وویل تېر کال په نړۍ کې تر ۳۰۰ زیات خبریالان بندي کړی شوي وو چې په تیرو لسیزو کې تر ټولو زیاته شمیره ده
د ورلډ پرېس فریډم ډی یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ د لمانځلو په مناسبت یو بیان کې صدر بایډن وویل تېر کال په نړۍ کې تر ۳۰۰ زیات خبریالان بندي کړی شوي وو چې په تیرو لسیزو کې تر ټولو زیاته شمیره ده

د امریکې صدر جوبایډن غوښتنه کړې ده د ازاد صحافت په نړیواله ورځ دې په نړۍ کې هغه ټول خبریالان په فوري توګه او بغیر له څه شرط نه ازاد کړی شي چې د خپل کار په سر نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي.

د ورلډ پرېس فریډم ډی یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ د لمانځلو په مناسبت یو بیان کې صدر بایډن وویل تېر کال په نړۍ کې تر ۳۰۰ زیات خبریالان بندي کړی شوي وو چې په تیرو لسیزو کې تر ټولو زیاته شمیره ده .

بایډن د صحافت نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پغام کې وویل په نړۍ کې دې په هېڅ ځای کې هم باید صحافت جرم ونه بللشي- هغه د نړۍ د خبریالانو او د مطبوعاتو د کار کوونکو بهادرۍ او د قربانیو ستاینه وکړه او و یې وېل خبریالان د ريښتیاو په لټون کې خپل هر څه په خطر کې اچولي دي -

۲۰۲۳ د خبریالانو لپاره خونړی کال بلل کېږي

د وایټ هاوس نه خپور کړی شوي بیان کې وېل شوي نن هرې خوا ته هم د دوی اوازې دي په داسې حال کې چې کال ۲۰۲۳ د خبریالانو لپاره تر ټولو زیات ضرر رسونکی کال وو ، چې یو علت یې د غزه جنګ وو چېرته چې یو شمیر خبریالان وژل شوي چې لوی اکثریت پکې د فلسطیني خبریالانو دی.

د وایټ هاوس نه خپور کړی شوي یو بیان کې صدر جو بایډن وویل خبریالان په نړۍ کې د بډو رشوتونو ، جنګونو او نورو فوري عالمي پېښو او د اولسونو تحفظ ته د ورپېښو خطرو رابرسیره کولو او ددې په اړه وګړو ته د معلوماتو ورکولو هڅې کوي، ددې لپاره دوي خپل ژوندونه له لاسه ورکوي او یوشمیر پکې ژوبل شوی هم دي او ډېرو پکې خپله ازادي هم بایللې ده -

د امریکايي خبریالانو ګرفتاري

د صدر بایډن په بیان کې په روس کې د امریکايی خبریالانو د وال سټریټ جرنل او د ریډیو فري یورپ /لبرټي لپاره د کار کونکو خبریالانو ایوان ګرېشکووېچ او السو کرماشیوا د د قېد ذکر هم شوی دی. بیان وویل د ازاد صحافت په نړیواله ورځ دې امریکايي خبریالان په فوري او په غیر مشروطه توګه خوشې کړی شي . ددې ترڅنګ صدر بایډن وویل یو بل خبریال اسټن ټایس د تیرو دولسو کالو راهیسې په شام کې یرغمل کړی شوی دی.

د خبریالانو تحفظ لپاره د انتظامي ګامونو ژمنه

د وايټ هاوس بیان کې په سخته ویل شوي چې په راتلونکو اوونیوکې به د صحافت په ضد د نړیوالو کاروایانو په ضد انتظامي ګامونه پورته کولی شي چې مقصد یې په نړۍ کې د خبریالانو په بند کې د ساتلو مخالفت کول دي.

بایډن وايي د ازاد صحافت په ضد کریک ډاون یا د چقولو ګامونه د قامي سلامتیا لپاره ناوړه خطره بولي هغه څوک چې د پریس د خاموشه کولو لپاره ناوړو ګامونه پورته کوي په ضد به یې د ویزو د بندیزونو ترځنګ هر قسمه بندیزونو په ځای کولو اجازت ورکوي.

بیان وايي امریکا د پوځي کارواینو په شمول په هر ځای کې د خبریالانو د تحفظ غوښتنه کوي او د امریکې حکومت به د ازادې او خود مختارې میډیا مرسته جاري ساتي او د تحقیقاتي خبریالانو تحفظ لپاره به ځانګړي‌ ګامونه پورته کوي .

بایډن وویل خبریالان او د مطبوعاتو کارکونکي دجمهوریت لازمي برخه ده او په ټولنه کې د اختلاف رای او مستحکمه ټولنې لپاره یې موجودګي ډیره اهمه ده. "مونږه د ازاد صحافت سره ولاړ یو."

د USAGM د مشرې پیغام

د امریکا د مطبوعاتي ادارې یو ایس ای جي ایم انتظامي افسرې امېنډا بېنېټ د صحافت نړیوالې ورځې په مناسبت خپل یو وډیو پیغام کې ویلي په ورځ ویاړم چې اووایم د خپلو همکارانو د کار د ستاینې لپاره له تاسو سره ولاړه یم.

مېرمن بېنېټ وویل د ادارې خبریالان د صحافت د ازادۍ د دفاع لپاره بې کچه زیار کوي او د نړۍ په انتهايی محدوده میډیا کې بهادر او لچکداره دي، په امروزه ژوند کې د خپل کار په خاطر د ډیرو زیاتو خطرو سره مخ دي.

بېنېټ وویل “تاسو چې څه هم کوی زه مو مننه کوم.”

په وډیو پیغام کې بېنېټ وویل چې په ذاتي توګه شکريي ترڅنګ وایس اف امریکا مواقتي ډایریکټر جان لېپمېن ، د ریډیو فري یورپ لبرټي صدر او سي اي او سټیفن کېپس ، د ریډیو فري ایشیا صد او سي ای او ابی فانګ ، دکیوبا براډ کاسټنګ ډایريکټر سلویا روزابل ، د مډل ایست براډکاسټنګ نیټ ورکس مواقتي صدر او سي ای او جیفري ګېډمن او اوپن ټیکنالوجي فنډ صدر لوراکننګهم هم د یو ایس ای جي ایم د همکارانومننه کوي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG