لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې احتجاج کوونکو د چین او پاکستان تجارتي لاره تړلې


د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د شپږمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کې چې قرارم های په بل احتجاج کې تړل شوې ده
د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د شپږمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کې چې قرارم های په بل احتجاج کې تړل شوې ده

د بجلۍ د نیشت والي خلاف په سلګونو احتجاج کوونکو په ګلګت بلتستان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چین او پاکستان ترمنځ لویه تجارتي لاره قراقرم های وی وتړله.

قراقرم های وی د تړل کېدو په سبب چین سره تجارت ځنډېدلی دی او سېلګري سیمې ته تګ دپاره متبادلې لوی لارې استعمالوي.

حکومتي ترجمان فېض الله فرق وویل احتجاج په ابتدايي توګه د هفتې په اخېره کې شروع شوی او یوه ورځ وروسته احتجاج زیات شو او په علي اباد کې مظاهره چیانود قراقرم لویه لاره بنده کړه.

فرق وویل چارواکي د احتجاج کوونکو سره خبرې شروع کړي چې احتجاج په ختمولو يې قانع کړي.

د توانای د کمي سره مخامخ په پاکستان کې اکثر خلک په ګرمۍ کې په ګنټو د بجلۍ د نيشت والي سره مخامخ کېږي خو د علي اباد اوسېدونکي وايي په سخت ژمي کې تر ۲۰ ګنټو پورې يې په کورونو کې بجلي نه وي.

deewa
deewa

په ګلګت بلتستان کې د بجلۍ د کمي خلاف احتجاج په داسې حال کې کېږي چې پاکستان خپل خراب اقتصاد د بهتر کولو دپاره د چاینا پاکستان اکنامک کورېډور سي پېک دلاندې د چین زیاته سرمایه کاري د جلب کولو کوښښونه کوي. په سي پېک کې سړکونه او د رېل نظام جوړېدل شامل دي چې د چین سېنکیانګ صوبه به بحیره عرب د پاکستان ګوادر بندر سره ونخښلوي.

سي پېک د بيجېنګ د بېلټ اېنډ روډ یا د سړک اود قمربند نومې منصوبې برخه ده چې دلاندې يې د دنیا په مختلفو برخو کې بنیادي سهولتونه یا بنیادي اډاڼه جوړوي.

د ګلګت بلتستان چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري صدر عمران علي مقامي مطبوعاتو ته ویلي په علي اباد کې د احتجاج او د قراقرم های وی د تړل کېدو په سبب چین ته تجارتي شیان وړونکي ۷۰۰ ټرکونه په یو خشک بندر ايسار شوي دي.

قراقرم لویه لار د بندېدو په سبب په پاکستان کې دننه د شیانو رسد متاثر شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG