لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کې دصدر مرسي دپلويانو مظاهرې


دمصري پوځ لخوا دصدر محمد مرسي دحکومت دتختې اړولو په ضد اخوان المسلمين دجمعې په ورځ دمظاهرو غږ کړى دى.
په مصر کې دحزب اختلاف لخوا دسختو احتجاجونو وروستو مصري پوځ صدر مرسي داقتدار څخه لرې کړى اؤ تر دې مهاله ددغه هيواد په بيلا بيلو مقامونو دجشن پشان صورتحال دى.
دمرسي پځايې يو اعلي جج عدلي منصور نگران صدر ټاکل شوې ، خو اخوان المسلمين دغه عمل رد کړى.
دمصر پوځ داولس دپرامنه احتجاج کولو اجازت ورکړى دى.
صدر محمد مرسي اؤ داخوان المسلمين نور مشران نيول شوي اؤ دگڼو کسانو دنيولو لپاره کارروايۍ کولى شي.
دمرسي دبرطرفۍ باوجود ملک کې داحتجاج لړۍ روانه ده اؤ دهغه پلرنۍ سيمه سينا کې دهغه دپلويانو له لوري احتجاج کيږي.
دسرکاري ټي وي ترمخه دجمعې په ورځ وسله والو کسانو دجزيرې پشان سينا کې په هوائي اډه اؤ دريوؤ مختلفو چيک پوسټونو ډزې کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG