لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين: پاکستان د افغان کډوالو په ويستلو د پښتنو په منځ کې کرکه او د يو بل مخالفت جوړوي


د احتجاج منتظمین وايي د چمن احتجاجي ناستې ته هره وﺭځ په ﺯﺭګونو کسان وﺭځي. په احتجاج کې د لغړي اتحاد غړي وايي د پاکستان د فېصلې وﺭوسته يې ﺭوﺯګاﺭ او په کورونو کې يې خوراکي توکي ختم شوي دي
د احتجاج منتظمین وايي د چمن احتجاجي ناستې ته هره وﺭځ په ﺯﺭګونو کسان وﺭځي. په احتجاج کې د لغړي اتحاد غړي وايي د پاکستان د فېصلې وﺭوسته يې ﺭوﺯګاﺭ او په کورونو کې يې خوراکي توکي ختم شوي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ، پي ټی اېم، مشر منظور پشتین د نهې، سه شنبې، په ورځ په چمن کي د تېرو ۳۹ ورځو راهسې دوامداره احتجاجي ناستې ته وویل د چمن د خلکو غوښتنه چې د افغانستان سره په ډيوﺭنډ کرښه په پاسپوﺭټ تګ او ﺭاتګ نه مني دا وخت د ټول پښتانه قام غوښتنه جوړه شوې ده.

پښتين وویل جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سره په انګوﺭاډه لار د احتجاجي پرلت ګډون وال هم دا غوښتنه کوي.

هغه وویل دا مهال په سند پنجاب صوبو کې د افغان کډوال په نامه په پښتنو ژوند راتنګ کړل شوی دی. هغه پوښتنه وکړه چې دغه عمل پښتنو ته کوم پيغام وﺭکول دي؟

په چمن کې د ال پاﺭټيزتاجر لغړي اتحاد احتجاج ګډون وال غوښتنه کوي چي د سیمې خلکو دپاره دې افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر دپاره د پاسپورټ شرط ختم کړی شي او د دواړو ملکونو ترمنځ تګ او ﺭاتګ دې په پخواني نظام، د پاکستان په شناختي کاﺭډ او د افغانستان په تذکيره، برقرار وساتل شي.

د پې ټې ايم مشر منظوﺭ پښتين وویل د چمن د پرلت کوونکو غوښتنې اوس په ډيوﺭنډ کرښه د ابادو پښتنو غوښتني دي او په انګور اډه کي احتجاج کوونکو ته ځايي چاﺭواکي وايي که چيرې د چمن پرلت خبرې ومنل شي نو دوی ته به هم په پوله دغه اسانتيا ورکړی شي.

پښتین وویل پشتون قام افغانستان سره په طوﺭخم، انګوﺭ اډه، غلام خان، ډنډ پټان او په نوا پاس ټولو لاﺭو د ځاي خلکو دپاﺭه پاسپوﺭټ او ويزه نه مني او دغه لاﺭې بندول به په لکونو پښتانه د خپلوانو څخه بېل او په اقتصادي توګه بې روزګاره کړي.

د پاکستان حکومت د وړومبي نومبر څخه په چمن پوله افغانستان ته د تګ دپاره پاسپوﺭټ او ويزه لازمي کړې ده.

د پاکستان د دې فېصلې په ضد د تيرو يو کم څلوېښتو ورځو راهسې په چمن کې د ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد احتجاجي پرلت دوام لري او غوښتنه کوي چې پاکستان دې دغه ګام بېرته واخلي.

د پاکستان نګران وﺯير داخله مير سرفراﺯ بګټي په يو خبري کانفرنس کې ويلي چې د پاکستان حکومت په ملک کې د ناقراﺭۍ په پېښو کې د ﺯياتوالې له املۀ د ګاونډې هيواد سره په خپلو لاﺭو سفر دپاره پاپسوﺭټ او ويزه عملې کولو پريکره کړې ده.

د پې ټي ايم مشرمنظوﺭ پښتين ﺯياته کړه چې پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو په بهانه د لر او بر پښتنو په منځ کي نفرت ﺭاولي. هغه زیاته کړه چې دوه ميلين افغانان په ﺯوﺭه ویستل نفرت پيدا کوي. هغه وویل پاکستان پخپله نفرت او مخالفت پيدا کړو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د چمن احتجاج ته د منظور پښتين په خبرو د حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکو د افغانستان پاکستان په پوله سفر دپاره د پاسپورټ او د ویزې شرط د نافذ کېدو دفاع کړې.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی په تېرو ورځو کې ویلي دا د پاکستان د ریاست پرېکړه ده چې د پاکستان په پولو د یو "سند" پالیسي عملي کړي او د پاکستان په ټولو سرحدي پولو تګ راتګ په پاسپورټونو پورې تړلی دی.

د امریکا غږ سره په خبرو کې اڅکزي وویل "پاکستان کوم د ټوکو ریاست نه دی، نو له همدې امله هیڅ یو پاکستانی یا افغان وګړی د پاسپورټ له شرطه خلاص نه دی. "

د احتجاج منتظمین وايي د چمن احتجاجي ناستې ته هره وﺭځ په ﺯﺭګونو کسان وﺭځي. په احتجاج کې د لغړي اتحاد غړي وايي د پاکستان د فېصلې وﺭوسته يې ﺭوﺯګاﺭ او په کورونو کې يې خوراکي توکي ختم شوي دي.

د چمن اوسېدونکی عبدالشکوﺭ وايي په بارډر به يې يوه غوټه وړل او ﺭاوړل د بچانو دپاﺭه مې څه ګټل خو اوس د تېرې يوې مياشتې ﺭاهيسې ګټه مې نشته او د بچيانو د خوﺭاک دپاﺭہ پريشانہ يم چې څه وکم او حکومت هم ﺯموﺯ غم نه خوﺭي.

سیاسي ګوندونو څو ورځې وړاندې په کوټه کې اعلان کړی چې د چمن د احتجاج کوونکو غوښتنې د نه منل کېدو په ضد به په وړومبي دیسمبر په ټول بلوچستان کې مظاهرې کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پاﺭټۍ مشر محمود خان اچکزۍ تيره وﺭځ په کچلاغ کې يوې غونډې ته وويل چې په دویم دیسمبر د خان عبدالصمد خان اچکزي د تلين په مناسبت غونډي ته په وينا کې به د چمن پرلت په حقله نوي تګلاﺭه اعلانوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG