لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ایم د سیند صوبې مشر نورالله ترین تر اته میاشتني بند وروسته خوشي کړل شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې مشر نورالله ترين د کراچۍ په زندان کې له اتو مياشتو بند تېرولو وروسته تېره شپه ماښام خوشي کړی شوی، هغه د تېر کال له اکتوبر ‏میاشتې راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ غړي په ګڼ شمېر کې د چارشنبې- شورو په ماښام د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې راټول شوي وو او د زندان نه د خپل راخوشي شوي مشر تود هرکلی یې وکړ او پر هغه یې ګلونه وشیندل.

د پي ټي ايم سيند صوبې مشر نورالله ترين په 9 مقدمو کې‌ له تېرو 8 مياشتو راهيسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې قيد وو. د پي ټي ايم په وينا په نورالله ترين د ترهګرۍ 6 مقدمې درج وې او په 3 نورو عامو مقدمو کې تورن وو.

نورالله ترين تر خوشي کېدو وروسته له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پي ټي ايم تل د قام دپاره قربانۍ ورکړې دي او دوی دغه مقدمې او زندانونه له خپلې مبارزې نه شي پر شا کولای:

"جېل خو ډېر سخت ځای دی يو ساعت هم څوک نه شي تېرولای، خو موږ په ذهني فکري توګه دغه شي ته تيار وو، له دغې وجې پر موږ باندې دا شی اثر نه کوي. موږ چې په پي ټي ايم کې شاملېدو نو زموږ مخې ته دا هر څه وو چې دغه کې به وهل ټکول جېلونه او تر دا حد چې د سر قربانۍ ته به موږ تيار يو".

د پي ټي ايم د وکيلانو په وينا په نورالله ترين باندې ټولې مقدمې په کراچۍ کې درج وې او په ټولو مقدمو کې له يو ډول تورونو سره مخامخ وو چې ده "د ‏رياست پرضد" ويناګانې کړې او خلک یې راپارولي دي.

خو د سرکار له خوا د تورونو د شواهدو د نشتوالي له کبله نورالله ترين په 4 ترهګرۍ ضد مقدمو کې بري شوی او په نورو مقدمو کې یې ضمانتونه شوي دي.

نورالله ترين وويل دوی د پښتنو دپاره د سر د مال او عزت د خوندیتوب غوښتنه کړې او رياست ته دغه ترهګري ښکاري:

"موږ د خپل يو بيان نه هم انکار نه دی کړی، موږ بالکل ويلي دي چې پوليس دا کومه ويډيو راوړې ده دا بيان موږ کړی، خو په دې کې موږ ته د ملک غداري راوښیه، موږ دا ويلي دي چې څوک ظلم کوي هغه دې ونيول شي، موږ په هيواد کې د قانون حکمراني غواړو موږ امن غوړاو نو غدار څنګه امن غوښتلای شي".

د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا کار کوي.

‏خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی.‏ وایي که چرته په دوی لګول شوي تورونه رياست ثابت کړي نو د خپلې خوښې سزاګانې دې ورکړي.

د پي ټي ايم په وينا دا وخت په ټول هيواد کې د دوی يواځينی بندي غړی نورالله ترين وو چې هغه هم خوشی شو. د هيواد په کومه برخه کې د دوی بل کوم غړی په زندان کې بندي نه دی.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG