لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي صدر وايي مغربي ملکونه صحافیان ځوروي


پوټڼ د منګولیا انوودور نومې اخبار سره دا هفته مرکه کې وویل د بې ارامه کونکو حقایقو او د حقیقي معلوماتو نه ځان د پټولو دپاره مغرب، چې ځان د ازادۍ مېعار ګڼي، په ازاده یې د روسي خبریالانو د ځورولو عملیات شروع کړي دي
پوټڼ د منګولیا انوودور نومې اخبار سره دا هفته مرکه کې وویل د بې ارامه کونکو حقایقو او د حقیقي معلوماتو نه ځان د پټولو دپاره مغرب، چې ځان د ازادۍ مېعار ګڼي، په ازاده یې د روسي خبریالانو د ځورولو عملیات شروع کړي دي

د منګولیا یو اخبار سره مرکه کې د روس صدر ولادیمېر پوټن ویلي مغربي ملکونه روسي خبریالان ځوروي.

پوټڼ د منګولیا انوودور نومې اخبار سره دا هفته مرکه کې وویل د بې ارامه کونکو حقایقو او د حقیقي معلوماتو نه ځان د پټولو دپاره مغرب، چې ځان د ازادۍ مېعار ګڼي، په ازاده یې د روسي خبریالانو د ځورولو عملیات شروع کړي دي.

منګولیا ته د رسېدو نه یوه ورځ مخکې پوټن منګولیا د اخبار سره مرکه وکړه. په یوکرېن د یرغل په سر په نړیواله کچه د پوټن د ګرفتارۍ احکامات دی خو هغه د دې باوجود هم د منګولیا دوره وکړه.

په مغربي ملکونو د خبریالانو د ځورولو د پوټن د الزام نه څو ورځې مخکې روسي حکومت اعلان وکړو چې په ۹۲ کسانو روس ته په تګ پابندي لګوي. سفري بندیزونه زیاتره په امریکايي شهریانو لګول شوي چې په کې یو شمېر امریکایي صحافیان هم شامل دي. کرېملېن ویلي دغه بندېزوه د واشنګټن د روس خلاف دریځ په سر لګول شوي دي.

د میډیا څېړونکي وايي د مغربي ملکونو په اړه د پوټن خبرې په روس کې په خبریالانو د محدیتو عکاسي کوي.

په ویانا کې د انټرنېشنل پرېس انسټېټیوټ د مشرقي یورپ د مطبوعاتو څاروونکې کېرل لوچکا وي او ای ته وویل د پوټن په خبرو کې څه نوي نشته خو دا واضحه کوي چې روس ازاد مطبوعاتو نه لري په خصوصي توګه چې د یوکرېن په جنګ د خبرونو ورکولو معامله وي.

په تېرو څو کلونو کې ماسکو د ازادو مطبوعاتو خلاف سخت ګامونه بورته کړي او د ملکي او د غېر ملکي خبریالانو په شمول يې په لسګونو صحافیان خبریالان قېد کړي دي، او داسې سخت قوانین یې منظور کړي چې له امله یې څېړونکي وايي په روس ازاد صحافت قریباً ناممکن شوی دی.

خبریالانو سره د مغربي ملکونو د رويي په اړه د پوټن په وېنا کې د اګست په میاشت کې وي او ای ته د روس د خارجه وزارت د بیان اواز اورېدل کېږي.

د خبریالانو د ځورول کېدو او ویرول کېدو په اړه د وي او ای پوښتنو ته د جواب وېلو بغېر د روس خارجه وزارت وي او ای ته وویل د خبریالانو د حقونو تحفظ وزارت په مستقل ډول خپله توجو کې ساتي.

وي او ای ته په ایمېل جواب کې روسي وزارت د هغه واقعاتو ذکر وکړو چې په قول يې نورو ملکونو په روسي مطبوعاتو پابندۍ لګولي، جرمانه کړي يې دي او یا معطل کړي دي.

واشنګټن د روس په ځینو سرکاري ټېلې وېژن سټېشنو پابندۍ لګولي، وايي دا په یوکرېن کې د روس د جنګ په اړه غلط معلومات نشر کوي. کېنېډي او یورپین یونین د روس سرکاري مطبوعاتو ته نشریات ودرولي دي.

په واشنګټن کې د روس سفارتخانې د دې خبر دپاره د تبصرې خواست ته جواب نه دی وېلی.

د منګولیا اخبار سره مرکه کې پوټن وویل خبري ادارې په روس کې په ازادۍ کار کوي. هغه وویل مطبوعاتو دپاره یوازی شرط د روسي قوانین پابندي کول دي او غېر ملکي خبریالان چې په روس کې د کار اجازت لري پکار ده چې په دې خبره پوهه شي.

د ویانا د انټرنېشنل پرېس انسټېټیوټ د مشرقي یورپ د مطبوعاتو څاروونکې کېرل لوچکا د پوټن دغه خبره د خندا وړ وبلله او ویې وېل پکار نه ده د روسي صدر دغه خبره سنجیده واخیستل شي.

هغې وویل د قانون احترام څه معنا لري؟ په روس کې داسې قوانین دي چې دلاندې يې مطبوعات په ازاده کار نه شي کولی.

د اګست په میاشت کې روس دوه امریکايي صحافیان، د رېډیو فري يورپ/رېډیو لېبرټي السو کرمشېوا او د وال سټریټ جرنل خبریال ايون ګرشکوېچ د قېدیانو په تبادله کې د بند نه ازاد کړل. په خبریالانو جعلي الزامات لګول شوي وو.

د مطبوعاتو د ازادۍ ماهرین وايي په روس کې د امریکايي خبریالانو نیول کېدل ښښي چې روس د میډیا ازادي نه خوښوي.

په عین حال کې امریکايي مامورینو ویلی د امریکې د صدارتي انتخاب په اړه د غلطو معلوماتو د خپرول کېدو د کوښښونو په ضد یې ګامونه پورته کړی دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ امریکايي مامورینو اعلان وکړو چې د ماسکو سره په تړون لرونکو کمپنو او د دغه کمپنو په کارکوونکو مجرمانه الزامات لګول شوی، پابندۍ يې پې لګول شوي او په ضد يې نور ګامونه اخېستل شوي دي. د امریکايي مامورینو په قول دا اقدامات د روس د دې کوښښونو په جواب کې اخیستل شوي چې د امریکې په ټولنه او د صدارتي انتخاب په نتیجه اثر وغورځوي.

د امریکې د انصاف، خارجه او د خزانې وزارتونو په اعلان کې په روس د امریکایی قوانینو او د نړیوالو اصولو د ماتولو الزام لګول شوی او وېل شوي دا د روس د هغه پراخه کچه کوښښونو برخه ده چې سرپرستي يې د روس صدر ولادېمېر پوټن ته نږدې حلقه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG