لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د نامعلومه وسله والو په برید کې پولیس افسر وژل شوی


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په سر ښار کوټه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې یو پولیس افسر(سب انسپکټر) وژل شوی دی.

د کوټې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه تېره شپه د کوټې په کلي دیبه سیمه کې شوې ده.

د پولیس سرچېنو په وینا دغلته نامعلومه وسله والو په یو پولیس سب انسپکټر امان الله ناتاره ډزې کړي چې پکې وړومبی هغه سخت ژوبل شو خو کله چې هسپتال ته رسول کېدو نو د زخمونو توان یې را نه وړو اؤ په لاره کې یې ساه ورکړه.

د سب انسپکټر امان الله په هکله معلومه شوې ده چې هغه په امیر محمد دستي تاڼه کې د پلټنو یا انویسټي ګیشن په څانګه کې خدمات ترسره کول.

د پېښې نه وروسته برید کوونکي له سیمې تښتېدلي اؤ پولیس وایي چې مقدمه یې د نامعلومه وسله والو په ضد درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې قبوله کړې ده.

په 26 اګست بلوچستان کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې په دغو بریدونو کې د 14 پوځيانو په ګډون تر 70 زیات کسان وژل شوي وؤ.

بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.

اوړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.

د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG