لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ: په مغربي عراق کې امریکايي او عراقي ځواکونو د داعش ۱۵ وسله وال وژلي


سېنټکام وویل د داعش غړي په مختلفه قسمه وسله، لاسي بمونو او په چاودېدونکو ځانمرګي کمربندونو سمبال وو. دا چې د داعش ضد اپرېشن کوم خای شوی، سېنټکام په اړه صرف مغربي عراق یاد کړو
سېنټکام وویل د داعش غړي په مختلفه قسمه وسله، لاسي بمونو او په چاودېدونکو ځانمرګي کمربندونو سمبال وو. دا چې د داعش ضد اپرېشن کوم خای شوی، سېنټکام په اړه صرف مغربي عراق یاد کړو

د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام د جمعې په ورځ وویل په مغربي عراق کې د امریکايي او عراقي ځواکونو په مشترکو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي.

سېنټکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سرپرستي کوي، په اېکس خپل پوسټ کې وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکايي او د عراقي ځواکونو د عملیاتو هدف د داعش مشران وو چې په کې د ډلې ۱۵ فعالان ووژل شوو. سېنټ کام وویل داسې نه څرګندېږي چې په عملیاتو کې ملکي خلکو ته نقصان رسېدلی دي.

سېنټکام وویل د داعش غړي په مختلفه قسمه وسله، لاسي بمونو او په چاودېدونکو ځانمرګي کمربندونو سمبال وو. دا چې د داعش ضد اپرېشن کوم خای شوی، سېنټکام په اړه صرف مغربي عراق یاد کړو.

په عراق کې د داعش ضد عملیاتو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې بغداد او واشنګټن د تېرو څو میاشتو راهسې په عراق کې د وسله والو خلاف جنګېدونو ایتلافي ځواکونو د موجودګۍ په مستقل خبرې اترې کوي.

باوجود د دې چې عراق غواړي ټول ځواکونه دې مکمله انخلا وکړي، مګر په دې اړه لا د څه نېټې اعلان نه دی شوی.

د داعش خلاف د نړیوالې ایتلاف په لړ کې امریکا ۲۵۰۰ عسکر په عراق او ۹۰۰ عسکر په شام کې لري.

په عزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په شام او عراق کې په اتحادي ځواکونو ګڼ شمېر حملې شوي.

تېر کال اسلامېک رېزېسټنس اف عراق، چې د ایران حمایت یافته ګڼ شمېر وسله والو ډلو اتحاد دی، وویل په عراق او شام کې يې په غېر ملکي اتحادي ځواکونو د راکټو او ډرون ۱۷۵ حملې کړي دي.
امریکايي ځواکونو په عراق او شام کې د وسله والو خلاف ګڼ شمېر جوابي حملې کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مغربي عراق کې د عملیاتو نه څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو وویل د القاعده سره تړلې یوې وسله والې ډلې یو مشر يې وژلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG