لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي اؤ سیاسي مشرانو د میرعلي برید غندلی، څېړونکي وایي څنګه یو ایټمي هیواد ترهګري نه شي ختمولی؟


د خالي یا شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ په مرکز شوي ځانمرګي برید په پراخه کچه غبرګونه راپارولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ترهګري زیاتېږي خو د مخنیوي لپاره یې اغېزمن ګامونه نه اخیستل کیږي.

د پاکستان صدر، وزیراعظم اؤ ګڼ شمیر نورو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو دې برید کې پوځ ته په اوښتو زیانونو خفګان ښکاره کړی خو څېړونکو بیا پوښتنه کړې ده چې څنګه د نړۍ یو ایټمي هیواد تر اوسه د ترهګرۍ په ستونزه قابو ونه موندله.

د پاکستان پوځ وایي د خالي- شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په مېرعلي سیمه کې ترهګرو د پوځ په یوه پوسته ځانمرګي برید کړی اؤ بیا د پوځ اؤ ترهګرو تر منځ نښته شوې چې د دوؤ پوځي افسرانو په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي اؤ وایي برید کوونکي شپږ واړه ترهګر هم وژل شوي دي.

د پاکستان د صدر اصف علي زرداري، د وزیراعظم شهباز شریف اؤ د اطلاعاتو د وزیر عطا تارړ په شمول د هیواد یو شمیر حکومتي اؤ سیاسي مشرانو پخپلو بیلابیلو بیانونو کې په دې ترهګریز برید کې پوځ ته په اوښتي دروند ځاني زیان خواشیني ښکاره کړې ده اؤ د ترهګرۍ د روانې لړۍ غندنه یې کړې ده .

خو د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر ښاغلي محسن داوړ بیا ویلي چې ده ده د پارلیمان د غونډو نه واخله تر سړکونو په هر ځاي کې وخت په وخت د ترهګرۍ د بیا پیل کېدو خبرداری ورکړی خو وایي چې دده دې خبرداري ته هیڅ پام نه دی ورګرځول شوی .

په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ښاغلي محسن داوړ ویلي، د ترهګرۍ د بیا پېلیدو په اړه یې وړاندوینې سمې ثابت شوي اؤ اوس چې یو وارې بیا د ډالرو په بدل کې د پښتنو وینه بهیږي نو هم هغه شان د چوپتیا اؤ بې حسۍ مظاهره روانه ده.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا عمومي سکتر ښاغلی سردار حسین بابک وایي یو ایتمي قوت دې وضاحت وکړي چې په ترهګرۍ ختمولو کې ولې ناکامه دی ؟

ډیوه سره خبرو کې هغه پوښتنه راولاړه کړه چې ایا پاکستان د ترهګرو په وړاندې کمزوری دی که نا ملګری یې دی چې ترهګري نه شي ختمولی ؟

بابک وایي، کمزوری خو ریاست نه شي کیدای اؤ کمزوری دی هم نه ځکه چې د اټک نه پورې غاړه پولیس سره ټوپک هم نشته خو امن یې ټینګ کړی دی.

نوموړی وایي، دوي د زمانو نه چغې وهي چې د پښتنو په خاوره اور لګول شوی اؤ چې کله څوک اور ولګوي نو په هغې کې بیا ټول د یوې مخې سوځي اؤ چې څوک هم پکې سوځي نو دا د خفګان خبره ده.

سردار بابک ویلي" نه پوهیږو چې دا څنګه یو ریاست دی ، د اټک نه اخوا یوه مقدسه خاوره ده اؤ د چترال نه واخله تر بولانه پورې بیا اور یې کرلی دی"

هغه وایي پاکستان نه غواړي چې د پښتنو په خاوره امن راشي اؤ دا ډیره د تاوان خبره ده چې که یو عام وګړی وژل کیږي اؤ که پوځي وژل کیږي ، د پښتنو په خاوره وژل کیږي.

د سردار حسین بابک په خبره ، په مرکز کې دا وخت د مسلم لیګ اؤ په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی خو نواز شریف اؤ عمران خان هډو په دې خبره نه کوي چې د پښتنو په خاوره دا مشکل ولې پېدا دی، یا ددې حل څه دی؟

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی وتلی خبریال اؤ څېړونکی ناصر داوړ بیا وایي شمالي وزیرستان په بشپړ ډول سقوط کړی دی اؤ هلته اوس یا خو ټي ټي پي ده اؤ یا هم د حافظ ګل بهادر ډله فعاله ده.

نوموړی ډیوه ته وایي، مخکې د پي ټي آي د واکمنۍ په دوره کې وسله وال زیات پیاوړي شوي وؤ اؤ اوس چې بیا پښتونخوا صوبه کې د پي ټي آي حکومت جوړ شوی دی نو یو وارې به بیا وسله وال هڅه وکړي چې ځانونه نور هم پیاوړي اؤ راڅرګند کړي اؤ پوځ اؤ حکومت ته وښایي چې دوي ختم یا کمزوري نه بلکې د مخکې نه زیات پیاوړي دي .

هغه وایي د تحریک انصاف د صوبایي حکومت یو مهم چارواکي ورته ویلي چې دوي به د امن لپاره د ریاست اؤ طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې هم یو کردار ادا کړي خو وایي دغه چارواکي ورته ویلي که ټي ټي پي سره د ریاست مذاکرات کوي نو د ګل بهادر ګروپ پرې خفه کیږي اؤ که ګل بهادر سره مذاکراتو ته کښېني نو ټي ټي‌ پي پرې اعتراض لري.

د ناصر داوړ په وینا ، شمالي وزیرستان کې اوس له خلکو بهتې یا قلنګونه هم اخستل کیږي اؤ دا شان په پېښور اؤ د صوبې په نورو برخو کې هم د قلنګونو غوښتلو کچه یو وارې بیا لوړه شوې ده:

"د ټي ټي پي چې څومره ترهګرې ډلې دي ، دا وخت د خېبر پښتونخوا په هره ضلعه کې شتون لري، اؤ د شمالي اؤ جنوبي وزستان وروسته چې تر ټولو زیاتې متاثره سیمې دي هغې کې بنو، لکي مروت،ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان شاملې دي".

نوموړی اندېښنه ښیي چې په راتلونکي کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ لړۍ نوره هم پراخېدلی اؤ چټک کیدای شي اؤ وایي ترهګرې ډلې به وخت په وخت پوځ اؤ حکومت ته پېغام ورکوي چې "زما غوښتنې ومنه ګنې ژوند ته تا هم نه پرېږدم".

وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا د صوبایي حکومت د نظر معلومولو لپاره د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف سره د واټسف له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه اؤ هغه ته یې غږییز میسیج هم پرېښودو خو بېرسټر سیف د وي او ای پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG