لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې تېره میاشت بي ایل اې تر ټي ټي پي هم زیات خونړي بریدونه کړي


پاکستان کې د ترهګرۍ او تشدد په چارو کار کوونکي غېر دولتي تنظيم پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هېواد دننه د نومبر په میاشت کې د ترهګرۍ 61 حملې شوې دي چې د تېر اکتوبر د میاشتې په مقابله کې 27 فيصده زیاتوالی ښیي
پاکستان کې د ترهګرۍ او تشدد په چارو کار کوونکي غېر دولتي تنظيم پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هېواد دننه د نومبر په میاشت کې د ترهګرۍ 61 حملې شوې دي چې د تېر اکتوبر د میاشتې په مقابله کې 27 فيصده زیاتوالی ښیي

تنازعاتو او امن په اړه کار کوونکې غېر دولتي څېړنېزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز په یو رپورټ کې ویلي چې لا قانونه ګرځول شوي تنظیم بلوچستان لبریشن ارمي د تېر نومبر په میاشت کې12 لوې حملې کړي چې پکې د تحريک طالبان پاکستان لخوا د شوو بريدونو نه زیات 45 تنان وژل شوي دي.

څېړونکي د بلوچستان لبریشن ارمي د حملو په شمېر او شدت کې اضافه د دغه ډلې په حکمت عملۍ او توان کې اضافه بولي خو ورسره انټليجنس ناکامي هم لويه وجه ګرځوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ او تشدد په چارو کار کوونکي غېر دولتي تنظيم پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هېواد دننه د نومبر په میاشت کې د ترهګرۍ 61 حملې شوې دي چې د تېر اکتوبر د میاشتې په مقابله کې 27 فيصده زیاتوالی ښیي.

تر دې وړاندې د امنيت په اړه کار کوونکې یو بل غير دولتي ادارې پکس د نومبر په میاشت کې د ګرد هیواد دننه ترهګریزو بریدونو او د ترهګرو ډلو په ضد عملیاتو کې د 225 تنانو د وژل کيدو دعوه کړې وه.

د یاد رپورټ ترمخه په بلوچستان کې په مجموعي توګه د ترهګرۍ په19و پېښو کې 55 کسان وژل شوي او 130 ژوبل شوي دي چي پکې د کوټې په رېل سټېشن، مستونګ او د پوليسو په ګاډي بريدونه او په قلات کې په امنیتي پوسته بريدونه شامل دي.

د امنیتي چارو کارپوهه عبدالله خان ډيوه سره خبرو کې وایي، په کوټه کې چې کومه حمله شوې ده، په کراچۍ او داسو ګې چې په چينايي وګړو کومې حملې شوې دي هغه د خفيه اطلاعاتو ېا انټليجنس ناکامي په ګوته کوي اؤ سوال راولاړوي چې "څنګه د کوټې څخه د بارودو ډک موټر د خېبرپښتونخوا د بشام سیمې پورې رسي او څوک یې ودروي هم نه او نه چاته پته لګي"

په رپورټ کې ویل شوي چې د پولې پورې خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې د يوې مياشتې په مهال د فرقه ییزه تشدد ټولې 7 پېښې رېکارډ شوې دي چې په کې دوه د ترهګرۍ او 5 د فرقه یيز تشدد او نښتو پېښې شاملې دي.

رپورټ وایي په دغه پېښو کې 115 کسان وژل شوي او 137 ژوبل شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز په رپورټ کې راغلي چې د نومبر په میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 41 پېښې رامنځ ته شوي دي چې په کې د کورمې دوه فرقه ییزې پېښې هم شامل دي او په دې کې 114 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي په دې حملو کې په مبينه توګه لا قانونه تحریک طالبان پاکستان سره ډله، د حافظ ګل بهادر ډله او ورسره لشکر اسلام او نور مقامي طالبان ککړ وو.

د امنیتي چارو ماهرين وايي په افغانستان کې دننه د تحريک طالبان پاکستان پټنځايونه لويه مسله ده.

د امنيتي چارو څيړونکی سلمان جاوېد ډيوه سره خبرو کې وایي،دا خبره هر چا ته معلومه ده چې ټي ټي پي د افغانستان او پاکستان ترمينځ تر ټولو لويه مسله ده .

هغه وایي کله چې په کال ۲۰۲۱م کې په افغانستان طالبان واکمن شول نو پاکستان هيله مند ؤ چې افغان طالبان به د تحريک طالبان پاکستان وسله وال په خپله خاوره نه پريږدي خو لہ بدہ مرغه داسې ونه شول او د تحريک طالبان لخوا په پاکستان کې بريدونه نور هم سيوا شول.

څېړنيزې ادارې وايي چې افغانستان سره څېلمه سیمو کې د تشدد او در اندازې ټولې 6 پېښې رېکارډ شوي دي او په دغو پېښو کې 25 وسله وال وژل شوي دي.

دا شان امنیتي ادارو او پولیسو هم د وسله والو خلاف 19 عملیات کړي چې په نتيجه کې یې 52 تند لاري وژل شوي دي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز د نومبر په 6مه د پنجاب سرښار لاهور کې يوې دستورې په وېنا کې ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ له کبله دروند قيمت پرېکړی او پاکستان د ترهګرۍ د ختمولو پوخ عزم لري.

د امریکې خارجه وزارت په کال ۲۰۱۹ کې بي اېل اې ترهګر تنظیم وټاکلو او ويې وېل دا مسلح ډله امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په هدف کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG