د امریکې صدر جو بایډن په لومړي ځل اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې د امریکې ورکړي د اوږد واټن ویشتونکي میزایل په روس کې دننه د بریدونو لپاره وکاروي. سپینې ماڼۍ او د اوکراین صدر لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اې پي د رپوټ له مخې دا خبره ورته یوه امریکایي چارواکي او له دې مسئلې خبرو درو کسانو کړې ده، خو وایي دوی اجازه نه درلوده چې په عامه توګه په دې اړه خبرې وکړي ځکه یې د نوم نه ښودلو په شرط ورته ویلي دي.
دا پرېکړه اوکراین ته اجازه ورکوي چې د آرمي ټېکټیکل میزایل سیسټم په کارولو سره په روس کې دننه تر لرې پورې بریدونه وکړي.
دا پرېکړه د امریکې په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی او په داسې وخت دا فیصله شوې چې بایډن د خپل صدارت د پریښوولو په حال کې دی او منتخب صدر ډنلډ ټرمپ ژمنه کړې چې له اوکراین سره د امریکا ملاتړ محدود کړي او دا جګړه ژر تر ژره ختمه کړي.
له دې پرېکړې خبرو کسانو کې یوه ویلي، کېدای شي دا وسلې د شمالي کوریا د هغې پرېکړې په جواب کې وکارول شي چې روس ته یې په اوکراین کې د صدر ولادیمیر پوټین د یرغل په ملاتړ کې زرګونه پوځیان لېږلي دي.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي او د هغه ډېری غربي ملاتړي له میاشتو راهیسې پر بایډن فشار اچوي اوکراین ته دې اجازه ورکړي چې په روس کې دننه د لویدیځ په ورکړل شوو میزایلو خپل هدفونه په نخښه کړي.
د نېټو مخکیني مشر ین سټولټنبرګ په جون میاشت کې ویلي وو، د خپل اتحاد ددې حق ملاتړ کوي چې له اوکراین سره د روس خلاف پراخېدونکې جګړه کې د دفاع لپاره یې کیف ته اجازه ورکړې چې د نېټو وسله وکاروي او په روس کې دننه خپل هدفونه په نخښه کړي.
تر هغه یوه ورځ وړاندې د نېټو متحدینو، امریکې او جرمني په خپلو پالیسیو کې بدلون راوستی وو او اوکراین ته یې اجازه ورکړې وه چې که روسي ځواکونه پر دوی برید کوي یا د برید لپاره چمتووالی نیسي په روس کې دننه دې ورباندې بریدونه وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په جون کې د پراګ په غونډه کې په رسمي توګه اعلان کړی وو چې صدر جوبایډن اوکراین ته په خارکیف کې د امریکې په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.
Forum