لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرمه کې بم چاودنې پينځه پاکستاني عسکر وژلي


په کرمه کې په پاکستاني پوځ د جمعې د ورځې حمله چا نه ده منلې
په کرمه کې په پاکستاني پوځ د جمعې د ورځې حمله چا نه ده منلې

د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د جمعې په ورځ‌ د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نږدې د سړګ په غاړه بم د چاودېدو له امله پینځه عسکر ووژل شوو او دوه نور زخمیان شول.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل امنیتي ځواکونو د حملې په سیمه کې د تلاشۍ عملیات شروع کړي‌ دي چې په سیمه کې موجود "ترهګر" ختم کړي او په حمله کې ککړ کسان انصاف ته راکښ کړي.

پوځ وویل په چاودنه کې پينځه عسکر ووژل شوو.

په سمدستي ډول د جمعې د ورځې د حملې ذمه واري‌ چا نه ده منلې.

په تېره څه موده کې کالعدم تحریک پاکستان طالبان، ټي ټي پي، په خېبرپښتونخوا کې د ګڼ شمېر حملو ذمه واري اخیستي ده او وخت په وخت امنیتي ځواکونه په هدف کوي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د وسله والو په حملو کې اضافه شوې ده.

د دې میاشت په شروع کې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې په یوه حمله کې د اووه پاکستاني عسکر ووژل شوو.

پاکستاني چارواکي وايي د ټي ټي‌ پي وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري، افغان طالبانو ورته د فعالیت ازادي ورکړې او پکار ده چې د طالبانو حکومت يې مخنیوي وکړي.

د افغانستان واکمن طالبانو د پاکستاني مامورینو دا خبره ردوي، وايي طالبان په پاکستان کې د امنیت مسولیت نه لري او پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبان نه وراچوي.

په عین حال کې وسله والو د بلوچستان په هرنای سیمه کې ۱۰ کسان تښتولي دي. حکومتي چارواکي بشیر بنګلزي وویل دغه کسان د شورو، چهارشنبې، په ورځ تښتول شوي دي.

بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې غېرقانوني تنظیم چې امریکې ترهګر ډله ټاکلې ده، د دغه کسانو د تښتولو ذمه واري يې منلې خو نور تفصیل یې نه دی وړاندې کړی.

ای پي خبري اداره وايي د تېرو دوو لسیزو نه د زیات وخت راهسې د بلوچستان د پرسته بلوچانو د یاغيتوب سره مخامخ ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG