لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په قلات سیمه کې بم چاودنې د لېویز دوه عسکر وژلي، درې نور زخمیان دي 


پاکستاني مامورین وايي مسلح بلوڅ ډلې په بلوچستان کې د تشدد په پېښو کې لاس لري. په دې تصویر کې د کال ۲۰۰۸ د یوې چاودنې وروسته حال لیدل کېږي
پاکستاني مامورین وايي مسلح بلوڅ ډلې په بلوچستان کې د تشدد په پېښو کې لاس لري. په دې تصویر کې د کال ۲۰۰۸ د یوې چاودنې وروسته حال لیدل کېږي

د بلوچستان په قلات سیمه کې د جمعې په ورځ د بمي بريد په نتيجه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

د قلات ليويز چارواکي د نوم نه ښولو په شرط و وي او ای ډيوه ته وويل د جمعي په ورځ د قلات په جوهان نومي سېمه کې د سړک غاړې ته ښخ بم هغه وخت وچاوديده چې امنيتي عسکرو ګزمه کوله.

چارواکي وویل د چاودنې په نتیجه کې دوه عسکر ووژل شوو او درې ټپيان شول. ټپي عسکر درملني لپاره د کوټې پوځي روغتون سي ايم ايچ ته منتقل کړی شوي دي.

د بريد زمه واري د دې رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه وه منلې.

خو روانه اونۍ په سېمه کې د يوې ځايي کمپنۍ پر موټر بريد او د يو بلې ساختماني کمپنۍ د قيمتي مشينانو د سوځولو او د حکومتي ټيلي فوني شکبې تمبه په بم د چپه کولو زمه وارۍ بلوڅ بيلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې دي۔

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې وخت ناوخته په بلوڅ ميشتو سېمو کې د حکومتي او دولتي پروژو تر څنګ، پر غير دولتي او بهرنۍ کمپنيو او کار کونکو د بريدونو زمه وارۍ مني۔

تيره جمعه د بلوچستان په خاران ښار کې د بلوچستان د هايي کورټ پخوانۍ چيف جسټس محمد نور مسکانزی په ډزو ووژل شو. د دې پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې دلې بي ايل ای منلې۔ د امریکې خارجه وزارت بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی او په کال ۲۰۱۹ کې بي اېل ای ترهګر تنظيم ټاکلو په اړه بیان کې د وزارت ترجمان وویل دغه تنظیم په بلوچستان کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه په هدف کوي او ګڼ شمېر ترهګر حملې يې کړي دي.

د بلوڅ بيلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو تر څنګ يو شمير مذهبي تندروه ډلي هم د صوبې په بېلا بېلو سېمو کې د وسلوالو بريدنو زمه وارۍ مني۔

امنيتي ادارې هم دلته په بېلا بېلو سيمو کې وخت نا وخته د عملياتو په نتيجه کې د بېلتون غوښتونکو او مزهبي تندروه ډلو د وسلوالو د وژنې او نيولو دعوې کوي۔

په اسلام اباد کې د امنيت څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس اينډ سټډیز PIPS رپورټ ډی چې پر کابل د افغان طالبانو له واکمنېدو سره په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو 51 فيصده اضافه والی راغلي ده۔

يادي ادارې په خپل تفصیلي رپورټ کې ليکلي چې له 15 اګست 2021 څخه بيا تر م14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګريز بريدونه شوي چې په کې 433 کسان وژل شوي او 719 ژوبل شوي دي، او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې ده،

رپورټ زياتوي په ياده موده کې په بلوچستان کې په 79 بريدونو کې 127 کسان وژل شوي دي۔

په رپورټ کې ليکل شوي چې په خېبرپښتونخوا کې د تحريک طالبان پاکستان او په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو له لوري امنیتي چېلنجونه زيات شوي او دا وخت په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، بلوڅ او سيندي بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو له لوري امنيت د لاخرابيدو اندېښنې شته۔

حکومتي او عسکري ادارې وايي چې و يوه چا ته هم د ملک د امنيت خرابولو موقع په لاس نه ورکوي، پاکستان تل ويلي د وسلوالو تنظيمنو تر شا د پاکستان د دوښمن قوتونو لاس دی او هغه له هم دې لارې پاکستان ناکامه کول غواړي۔


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG