لاس رسیدونکی لینک

 
روبیو له غزې د یرغملو او له افغانستانه د دوو امریکايانو په خلاصون کې د قطر د مرستې مننه وکړه
تازه خبر

روبیو له غزې د یرغملو او له افغانستانه د دوو امریکايانو په خلاصون کې د قطر د مرستې مننه وکړه


د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفون په غزه کې د منځګړتوب د ګډو هڅو او د قطر په منځګړتوب افغانستان کې د طالبانو له بنده د دوو امریکایانو د خوشي کېدو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یو بیان کې ویلي، مارکو روبیو له محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزه کې د منځګړتوب له هڅو سره سره په افغانستان کې د طالبانو له بنده د دوو امریکايي بندیانو د خوشي کیدو په اړه هم خبرې کړي دي. بیان وایي:

"هغه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ' غیر قانوني ډول' د دوو نیول شویو امریکایانو په خوشي کولو کې د اسانتیاوو د برابرولو مننه وکړه".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د پاته ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو اهمیت بیا تکرار کړی او ټینګار یې کړی چې د اوږدې مودې لپاره د غزې د حکومتدارۍ او امنیت لپاره له جګړې وروسته پلان جوړولو لپاره بحثونه د سیمه ییز امنیت او ارامۍ لپاره ډېر مهم دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په 28مه په خپل یو بیان کې ویلي، په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو په غزه کې د منځګړتوب د ګډو هڅو په دوام او ددغو هڅو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې کړي دي:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر د ښه نیت د هڅو مننه وکړه چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې نیول شوي دوه امریکایان خوشي شول".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په 21مه پر ایکس په یو بیان کې ویلي وو، د امریکا له یو زندانه یې د یو افغان بندي د خوشي کېدو او افغانستان ته د منتقلۍ په بدل کې د قطر په منځګړتوب دوه امریکايي بندیان خوشي کړي دي.

وزارت ویلي وو، خوشي شوی افغان خان محمد نومیږي چې امریکايي عدالتونو د ټول عمري بند سزا ورته اورولې وه او په کېلیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، خو وزارت د خوشي شویو امریکايي وګړو د نومونو او شمیر په اړه څه نه وو ویلي.

سي این این د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه ویلي وو، طالبانو د خان محمد د خوشي کېدو په بدل کې د ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي په نومونو دوه امریکايي وګړي خوشي کړي او د جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په نوم دوه نور امریکايي وګړي لا هم له طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنورۍ په 25مه خبرداری ورکړی وو، که دا ثابته شي چې په افغانستان کې له طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي وګړي هم بندیان وي ددې ډلې د مشرانو پر سر به "ډیر غټ انعام" وټاکي.

ښاغلي روبیو پر خپل ایکس له تفصیل ورکولو پرته لیکلي وو، ورته ویل شوي په افغانستان کې له طالبانو سره نور امریکایي وګړي هم بندیان دي.

د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي ډیپلومېټ لیکلي، " که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوی ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، کېدای شي تر هغه (انعام) لوړ وي چې د بن لادن پر سر مو ټاکلی وو".

په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین د جنورۍ په 27مه په افغانستان کې د امریکايي وګړو د قید په مقابل کې د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی او د مارکو روبیو د څرګندونو په اړه یې وي او اې ته په یو لیکلي پيغام کې ویلي:

"زموږ تګلاره دا ده، چې د سوله ییزو اقداماتو له لارې د حل لارې پیدا کړو. د یرغل او فشار په مقابل کې د افغانستان د خلکو د ورستیو کلونو جهاد د ټولو لپاره یو درس دی".

که څه هم د جوبایډن په مشرۍ حکومت د بشري حقونو پر سر د طالبانو پر حکومت نیوکې کولې، خو د ټرمپ په مشرۍ حکومت سمدستي ورته خبرداري پیل کړل، ټرمپ ویلي که طالبان هلته پاته امریکایي وسله ور ونه سپاري په افغانستان کې دننه به یې ضایع کړي او مارک روبیو بیا د امریکایي بندیانو په اړه ګواښ ورته کړی خو طالبانو دواړه رد کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG