لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریالانو په شمول روس په ۹۲ امریکایانو د سفر پابندي لګولې


د وال سټریټ اخبار خبریالان او اډيټران د ګرشکویچ په اړه وېنا اوري
د وال سټریټ اخبار خبریالان او اډيټران د ګرشکویچ په اړه وېنا اوري

د امریکې د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او د وال سټريټ جنرل اخبارونو د ځینو صحافیانو او د ځینو امریکايي چارواکو په شمول ماسکو په ۹۲ امریکایانو روس ته په سفر پابندي لګولې ده.

روس په امریکایانو هېواد په ورتګ د بندیز اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو.

د روس خارجه وزارت وویل په امریکایانو بندیز د روسوفوبېک یا د روس دښمنۍ د هغه بیانيي په جواب کې لګول شوی چې د امریکې صدر جوبایډن حکومت یې خوروي او دا اعلانیه هدف لري چې ماسکو ته سټرېټیجېک ماتی ورکړی شي.

د روس خارجه وزارت په یو بیان کې وویل امریکايي چارواکو ته دا یادونه کوي چې د دښمنۍ د اقداماتو په سزا ناګزیر ده.

روسي وزارت وویل په کومو خبریالانو چې بندیز لګول شوی هغه په نړیواله کچه د لویو او ازاد خیاله مطبوعاتي ادارو نمایندګي کوي او د روس او د روسي مسلح ځواکونو په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو کې ککړ دي.

د روسي بندیز ښکار صحافیانو کې د وال سټریټ اېډېټر اېن چیف اېما ټکر هم شامله ده. د وال سټریټ جرنل خبریال اېون ګرشکوېچ ته په روس کې د سزا ورکړی کېدو په سر ټکر به په روس سخت تنقید کولو.

د وال سټريټ جرنل ترجمان (نې) وویل د روسي صدر ولادېمير پوټن د طنز وړ رژیم په خلاص مټ او په مستقل ډول د مطبوعاتو په ازادۍ او په حقیقت حملې کوي.

ګرشکوېچ د کال نه زیات وخت راهسې د روس په قېد کې و خو بیا د قیادلو په تبادله کې ازاد کړی شو.
تېره هفته امریکې د ۴۰۰ نه په زیاتو روسي ادارو په یوکرېن کې د روس د جنګ حمایت په سر بندیزونه اعلان کړل.

د امریکې د خزانې وزارت ترمخه،‌ د امریکايي بندیزونو توجه په روس، یورپ، اېشیا او منځني ختیځ کې په مېشته کمپنیانو ده چې د امریکايي بندیزونو نه ځان په بچ کولو کې د روس مرسته کوي او په یوکرېن کې د روس په جنګ کې امداد کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG