لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: د یوکرېن په شخړه کې د يورپي ملکونو نېغ په نېغه شاملېدل به تاوتریخوالی تر خطرناکه حده زیات کړي


د پېسکوف ترڅنګ د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زکروا هم خبرې غونډې ته وېنا وکړه او ويې وېل دا وړمبی ځل دی چې یو مغربي سیاستدان دا خبره تسلیم کړه چې تراوسه د زیاترې دنیا دپاره معلوم راز و چې مغربي ملکونو د یوکرېنیانو په لاس د روس خلاف خفیه جنګ کوي
د پېسکوف ترڅنګ د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زکروا هم خبرې غونډې ته وېنا وکړه او ويې وېل دا وړمبی ځل دی چې یو مغربي سیاستدان دا خبره تسلیم کړه چې تراوسه د زیاترې دنیا دپاره معلوم راز و چې مغربي ملکونو د یوکرېنیانو په لاس د روس خلاف خفیه جنګ کوي

د روس حکومت د برطانيې د خارجه وزیر ډېوېډ کېمرون او د فرانس د صدر امېنول مېکران دا خبرې خطرناکې بللې چې په کې دواړو مشرانو د روس د قبضې لاندې سیمو باندې د یوکرېن په حملو کې د خپلو ملکونو د مستقیم ډول ککړتیا اظهار کړی دی.

د روس د حکومت چې د کرېملېن په نامه هم بلل کېږي، ترجمان دمتري پېسکوف د جمعې په ورځ خبري غونډې ته د کېمرون او د مېکران د خبرو په اړه وویل چې دا د یوکرېن د شخړې سره تړلې تاوتریخوالي په مستقیم ډول زیاتوالی دی چې په ممکنه توګه د ټول يورپ امنیت ته هم خطر راولاړولی شي. "دا زمونږ دپاره د تشویش معامله ده."

د پېسکوف ترڅنګ د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زکروا هم خبرې غونډې ته وېنا وکړه او ويې وېل دا وړمبی ځل دی چې یو مغربي سیاستدان دا خبره تسلیم کړه چې تراوسه د زیاترې دنیا دپاره معلوم راز و چې مغربي ملکونو د یوکرېنیانو په لاس د روس خلاف خفیه جنګ کوي.

زکروا وویل که چېرې یوکرېن په روسي علاقو په برطانوي وسلو حملې کوي نو روس به جواب ورکوي.
کییف ته دورې په مهال کېمرون روېټرز خبري ادارې ته وویل یوکرېن په خپله دفاع کې د حملې حق لري.

کېمرون یوکرېن سره هرکال د درې اشاریه اووه بېلین ډالرو پوځي امداد لوظ وکړو او ویې وېل دا امداد په تر هغه وخت پورې دوام لري ترڅو چې یې ضرورت وي. هغه وویل لندن د روس دننه د برطانيې د وسلو په استعمال څه اعتراض نه لري.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جدا مرکه کې، د فرانس صدر مېکران خپله دا مخکنۍ تبصره تکرار کړه چې هغه یوکرېن ته د عسکرو لېږلو امکان نه خارجوي. روس وايي دغه ګام به په مستقیم ډول تاوتریخوالی تر خطرناکه حده زیات کړي.

زکروا د جمعې په ورځ دا هم وویل روس تیار دی چې د سولې په اړه د یوکرېن په سنجیده تجویزونو غور وکړي. هغې زیاته کړه پکار ده چې د یوکرېن تجاویز د امنیت په موجوده حقیقتونه او د امنیت په اړه د روس تشویش په پام کې ولري او یوکرېن به لوظ کوي چې په پوځي لحاظ به بې طرفه پاتې کېږي، چې اشاریه يې د یوکرېن د مغربي ملکونو سره اتحاد نه کولو ته لیدل کېږي.

يوکرېن د روس هم دا شان تجویزونه په تېرو وختونو کې مسترد کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG