لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام په کيميائي وسلو دامريکا اؤ روس ترمينځ تړون


دامريکې خارجه وزير جان کيري دخالي په ورځ وئيلي دي چې امريکا اؤ روس يو داسې تړون ته رسيدلي چې پکې د٢٠١٤م تر نيمائي دشام دکيميکل وسلو دذخيرو دلرې کولو يا تباه کولو غږ شوى دى.
دلوړپوړو امريکائي اؤ روسي ډيپلوماټانو ترمينځ جنيوا کې دخبرو اترو په دريم ورځ دروس دخارجه وزير سرجى لاروف سره يو شريک مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جان کيري وويل دواړو هيوادونو په دې خبره اتفاق څرګند کړى چې شام به په يوه اوونۍ کې دننه دخپلو وسلو يو جامع فهرست وړاندې کوي.
امريکا دريځ لري چې شام کې دبشارالاسد حکومت په ٢١ اګست دکيميائي وسلو په يوه حمله کې ١٤١٩ کسان وژلي وؤو چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل وؤ، ، خو شام دغسې تورونه ردوي.
کيري وويل چې دواړو هيوادونو په دې خبره هم اتفاق کړى چې بايد شام دوسلو د ځائيونو دڅارنې سمدستي داسې حق ورکړي چې دهغه په وينا په نتيجه کې به يې شام څخه بهر وسلې تباه کيږي.
که چرې دا فريم ورک په مکمل ډول عملي شي ، نو نړۍ ته زيات امنيت اؤ تحفظ ورکولى شي
که چرې دشام صدر بشارالاسد ددغه تړون سره سم ګامونو اخستو کې ناکامه شو ، نو بيا به دغه معامله دملګرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل ته سپارلى شي.
ښاغلي کيري وويل دخلاف ورزۍ صورت کې به معامله دملګرو ملتونو دچارټر د٧م چيپټر لاندې راپورته کولى شي، کوم چې دسزا ورکولو دکارروايۍ اجازت ورکوي.
خو دلاروف وينا وه چې روس د طاقت داستعمال په اړه دخپلو اعتراضونو څخه نۀ دى پشا شوى.
جان کيري وويل شام کې دبشارالاسد دحکومت سره دموجودو کيميائي وسلو دشميرې اؤ نوعيت په اړه په متفقه توګه اندازې لګول شوي اؤ اوس امريکا اؤ روس ددې زر تر زره اؤ په محفوظه توګه په ضائع کولو ژمن دي.
هغه وويل چې شام دې دنومبر پورې نړيوالو څيړنکارو ته رسائي ورکړي.
جان کيري زياته کړه مونږ په يو داسې تړون متفق شوي وؤ چې پکې وئيل شوي پخلى وکړئ
دهغه وينا وه چې دصدر بشارالاسد حکومت ته به خپلې ژمنې پوره کول وي، اوس دکوم چال ګنجائش نشته اؤ داسد حکومت ته به په مکمله توګه پابندي کول وي.
په جنيوا کې دروانو خبرو اترو په دريمه ورځ ددغه اعلان په رڼا کې شام سره دامريکا په محاذ ارايۍ کې کمى راغلى.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG