لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سردار اختر مېنګل د پاکستان له پارليمان څخه د احتجاج په توګه استعفی ورکړې ده


سردار اختر مېنګل وويل : ” نور د دې رياست پر يوه اداره هم زما باور پاته نه شو، نور موږ مايوسه شوي يو، که څوک اوس خبره کول غواړي په غرو کې ناستو سره دې خبرې وکړي۔“
سردار اختر مېنګل وويل : ” نور د دې رياست پر يوه اداره هم زما باور پاته نه شو، نور موږ مايوسه شوي يو، که څوک اوس خبره کول غواړي په غرو کې ناستو سره دې خبرې وکړي۔“

سردار جان اختر مېنګل چې د بلوچستان عوامي پارټۍ ( بي این پي مېنګل) مشر هم دی د نهې – سه شنبې په ورځ يې د قامي اسمبلۍ غړیتوب د ختملو اعلان وکړو او استعفا يې سپيکر اياز صادق ته لېږلې ده.

مېنګل وویل د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه استعفې کې يې ليکلي :” ما له اوله دا پريکړه کړې وه، د بلوچستان موجوده حالاتو دې ته مجبور کړی دی چې دغه ګام واخلي.“

سردار اختر مېنګل ويلي له تيرو پينځه اوويا کالو څخه دوی پر رياست اعتماد کوي، وايي د دې باوجود بلوچستان له پامه غورځول شوی او د بلوچستان د مسئلو د حل لپاره څوک سنجيده نه دي۔

هغه وايي د هرې ورځې په تيریدو سره دوی نور ځورول کېږي ځکه اوس دې ته اړ شوی چې نور د خپل رول په اړه فکر وکړي.

سردار اختر مېنګل د استعفی اعلان د قامي اسمبلۍ له اجلاس وروسته هغه مهال وکړ چې کله هغه په قامي اسمبلۍ کې خبرو کولو ته په پوره توګه نه پرېښودل شو.

له هم دې سره سم سردار اختر مېنګل له اسمبلۍ څخه د احتجاج په توګه راوتو چې ورسره پښتون قامپاله مشر او د قامي اسمبلۍ غری محمود خان اڅکزي هم ملګرتيا کړی.

دغه دواړو په ګډه خبري کانفرنس وکړو.

اختر مېنګل وويل: ”چې د ړندو په ښار کې مو ائينې خرڅولې چې پر دې افسوس کوم.“

هغه زیاته کړه: ” پر ما زما د حلقې/ سيمې پينځه شپيته زره خلکو اعتماد کړی وو او ووټ يې راکړی وو، زما په دې پريکړه به دوی يقينا خفه وي، زه بخښنه غواړم، زه فکر کوم چې زما ږغ خاص بدلون نه دی راوړی، د بلوچستان د خلکو لپاره د زموږ غږ نه اورېدل کېږي او زموږ احتجاج نه منل کېږي، زموږ ږغ غلی کړل شوی، د غدارانو په توګه پیژندل شوي يو او تر ټولو بده دا چې حتی وژل کیږو، په دې حالاتو کې زما لپاره دا ناشونې ده چې په دغه ايوان کې پاتې شم ځکه چې زه د خپلو خلکو د حقونو د ساتنې توان نه لرم۔“

سردار اختر مېنګل وويل : ” نور د دې رياست پر يوه اداره هم زما باور پاته نه شو، نور موږ مايوسه شوي يو، که څوک اوس خبره کول غواړي په غرو کې ناستو سره دې خبرې وکړي۔“

په ګډ خبري کانفرنس کې محمود خان اڅکزي وويل چې له لومړۍ ورځې څخه دلته د قامونو د حقونو استحصال روان دی او د هغوی ږغ نه اورېدل کېږي.

” د پاکستان تر ټولو لويه مسئله دا ده چې خلکو ته د هغوی حکمراني حق نه ورکول کېږي، موږ حق حکمراني غواړو، موږ له چا څخه خيرات نه غواړو، او دا حق موږ ته د پاکستان اين او قانون راکوي، که څوک موږ د پاکستان ښاري بلل کېږو نو د پاکستان په هره اداره کې زموږ د ابادۍ له حسابه خپله برخه راکول پکار وه، له تيرو 75 کالو څخه موږ د پاکستان د څلورو ضلعو پوځ د ټول ملک پوځ منلی دی، دا زموږ شرافت دی، نو له دې حسابه دا د پاکستان نماينده پوځ نه دی، موږ پر خپلو ساحلو او وسايلو حق غواړو نو د ټول خفګان به ښه شي، د دې هرې مسئلې حل د پاکستان په عمراني معاهده اين کې دی۔“

د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې د هېواد په سیاست کې مداخلت کوي.

سردار اختر مینګل د بلوچستان د 2024 په عام ټولټاکنو کې د بلوچستان له خضدار اين اې 256 حلقې څخه د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو۔

اختر مېنګل د بلوچستان د پخواني وزير اعلی سردار عطاوالله مېنګل زوی دی۔

اختر مېنګل په 1988 کې په ړومبي ځل د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غری ټاکل شوی وو.

ښاغلی مېنګل يوازې په 2002 او 2008 په عامو ټولټاکنو کې د برخه نه وه اخيستې، نور هغه او د هغه ګوند په بيلا بيلو ټول ټاکنو کې د پارليمان برخه وو.

په 1997 کال ښاغلی مېنګل د بلوچستان د اعلا وزیر په توګه هم ټاکل شوی وو۔

د 2013م کې په عام ټول ټاکنو کې د هغه ګوند بي اين پي مېنګل د قومي اسمبلۍ څلور او د بلوچستان اسمبلۍ لس څوکۍ ګټلې وې۔

د 2024 په ټول ټاکنو کې بيا د هغه ګوند د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ يوه يوه څوکۍ ګټلې وه۔

دا وخت د پاکستان په سېنټ کې د اختر مېنګل د ګوند يوه ښځينه او يو نارينه غړي دي او د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې يو غړی لري۔

اختر مېنګل د يوه سوال په ځواب کې وويل، ”د ګوند نور غړي د پارليمان غړي پاته کېږي که نه د دې پريکړه به ګوند کوي۔"

د اختر مېنګل ګوند په 2006 کې د نواب اکبر بګټي په پوځي علمياتو کې له وژنې پس هم بي اين پي مينګل غړو د پاکستان له سنا/سېنټ، قامي اسمبلۍ او بلوچستان له صوبايي اسمبلۍ څخه ورکړې وې۔

د اختر مېنګل د استعفا په اړه د حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG