لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د مېرمنو د حقونو اته فعالان نیولي دي


د واشنګټن پوست لیکوال جمال خاشقجي چې د سعودي په حکومت یې نیوکې کولې په تېر اکټوبر کې د ترکیې په استنبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې وژل شوی و
د واشنګټن پوست لیکوال جمال خاشقجي چې د سعودي په حکومت یې نیوکې کولې په تېر اکټوبر کې د ترکیې په استنبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې وژل شوی و

سعودي عربستان د دوو سعودي نژاده امریکايانو په ګډون اته کسان نیولي دي.

اسوسېټېد پرېس خبري ادارې لیکلي، په نیول شویو کسانو کې یوه حامله ښځه او اوه سړي شامل دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوو امريکايې وګړو د نيول کېدو پخلی کړی، د خارجه وزارت يا سټېټ ډيپارټمنټ وياند ويلي دوی خارجه وزارت په سعودي عرب کې د نيول شوو امريکايانو د زر تر زره خوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي او غواړي چې دغو کسانو ته هر ډول سفارتي مرستې ورکړی شي.

په لندن کې مېشت د بشري حقونو تنظيم ALQST ويلي نيول شوي ټول کسان ليکوالان او د شوشل ميډيا بلاګران دي چې د وړاندې نه په سعودي عرب کې د اصلاحاتو لپاره په ولس کې بېداري خوروي او په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ کونکي وو.

زیاتره له دغو کسانو څخه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ نیول شوي دي.

له سعودي نژاده نیول شویو امریکایانو څخه یو تن بدر الابراهیم نومېږي دی لیکوال او ډاکټر دی.

بل نيول شوی تن صلاح الحېدر دی نوموړی د عزيزه اليوسف زوی دی مېرمن عزيزه هم په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي چې هم تېره هفته له نورو فعالانو ترڅنګ له جيله خوشې شوې وه. د بشري حقونو دغه کارکونکي تر يو کال پورې د سعودي عرب په ځندان کې بندي وو او ورسره تشدد او جينسي تيري شوي وو.

تېره ورځ نيول شوي ښځو په سعودي عرب کې ښځو له د ګاډو چلولو د حق ورکولو لپاره د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

سید صادق په مصر کې د سياسي اصلاحاتو لپاره کار کوي نوموړي وي او ای ته ويلي په مينځني ختیځ کې اکثر د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ولګي خو تر وسه يې د دغې مسلې په مخنيوي کې کوم مثبت بدلون نه دی راوستی، نوموړی وايې، د بشري حقونو مسله په دغه سيمه کې ډېره عامه ده خو د دې د مخنيوي لپاره څه وکړی شي؟ دا پوښتنې اکثر پورته کيږي ډېر شور وشي خو بيا خبره غلي شي، او هېڅ بدلون لا تر اوسه نه دی راغلی.

په سعودي عرب کې د امريکايي نژاد سعودي وګړو نيول په داسې وخت کې شوي چې په امريکا کې کانګرېس د يمن په ضد په روان جنګ کې د سعودي عرب سره د امريکايي مرستو د تړلو په حق کې راې ورکړې.

هر څه که صدر ټرمپ لا داسې څه نه دي ويلي چې ګنې دغه قرارداد به ويټو کړي خو په عرب ميډيا کې اکثره څيړونکي په دې نظر دي چې ګنې سعودي د امريکا د کانګرس د سعودي مخالف قرارداد په سر دغه امريکايي وګړي نيولي دي.

دا د جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته د سعودي په شاهي نظام باندې د انتقاد کونکو پرضد لومړنی ګام دی.

د واشنګټن پوست لیکوال جمال خاشقجي چې د سعودي په حکومت یې نیوکې کولې په تېر اکټوبر کې د ترکیې په استنبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې وژل شوی و.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG