لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کانګرس د استخباراتي ادارې سي ایي ای د مشر تقرري منظوره کړه


د تقرري د منظورېدو څو ګنټې وروسته نایب صدر جی ډي وېنس رېټکلېف نه د خپلې عهدې سوګند واخیستلو. رېټکلېف د ټرمپ په وړمبي حکومت کې د قومي استخباراتي ادارې یا د نېشنل اېنټېلېجنس مشر و
د تقرري د منظورېدو څو ګنټې وروسته نایب صدر جی ډي وېنس رېټکلېف نه د خپلې عهدې سوګند واخیستلو. رېټکلېف د ټرمپ په وړمبي حکومت کې د قومي استخباراتي ادارې یا د نېشنل اېنټېلېجنس مشر و

د امریکې د کانګرس غړو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سي ايي ای د مشر د تقررۍ منظوري ورکړه او د ۲۵ په مقابل کې په ۷۴ ووټونو يې جان رېټکلېف د ادارې ۲۵ ډرېکټر یا مشر وګمارلو.

د هغه د تقرري د منظورېدو څو ګنټې وروسته نایب صدر جی ډي وېنس رېټکلېف نه د خپلې عهدې سوګند واخیستلو. رېټکلېف د ټرمپ په وړمبي حکومت کې د قومي استخباراتي ادارې یا د نېشنل اېنټېلېجنس مشر و.

وېنس رېټکلېف د ملک لوی مینه وال وبللو او ويې وېل صدر ډانلډ ټرمپ په هغه اعتماد کوي.

رېټکلېف به اوس د يوې داسې ادارې مشري کوي چې ټرمپ او د هغه د ريپبلېکن پارټۍ غړو پرې تنقید کړی چې د یوکرېن، افغانستان او د منځي ختیځ په شان ځایونو کې د اهم پرمختګونو په اړه معلومات نه لري او که معلومات يې لرل هم نو دا يې د مخکني حکومت د تګلارو په دفاع کې استعمال کړي دي.

د هغه د تقررۍ په لړ کې په کانګرس کې اورونې ته رېټکلېف ویلي وو ګڼ شمېر تبدیلیانې به کوي او په جارحانه انداز کې په انساني استخباراتي معلومات راټولوي او د امریکې د مخالفینو مخنیوی به کوي.

هغه وویل د دنیا په هره برخه کې به استخباراتي معلومات راټولوي که دا کار هر څومره ګران او د تیارو نه ډک وي او د صدر په هدایاتو به په داسې ځایونو کې خفیه عملیات کوي او داسې ځایونو ته به تګ کوي چې نور څوک يې نه شي کولی او یا نه شي ورتللی.

deewa
deewa

رېټکلېف وویل په ټوله دنیا کې که د سي ايي ای زړه ور افسران د هغه خبره اوري نو ځانونه دې تیار کړي چې تبدیلي راولي او که چېرې داسې نه شي کولی نو نور کارونه دې وګوري.

د ډېموکرېټېک پارټۍ د سېڼېټ غړو د رېټکلېف د نامزدګۍ مخالفت کړی و.

د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر ران وایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل دا خبره په رېکارډ راوستل غواړي چې د رېټکلېف د نامزدګۍ مخالفت کوي.

وایډن وویل په ۲۰۲۰ کې يې د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس د عهدې دپاره يې هم د رېټکلېف د تقررۍ مخالفت کړی و ځکه چې هغه غېر جانبداره نه دی او یوازې ټرمپ د خوشحالولو کوښښونه به کوي. هغه زیاته کړه په دغه عهده د تقررۍ وروسته د رېټکلېف ګامونو د هغه اندېښنې صحیح ثابتې کړې.

مخالفین په رېټکلېف الزام لګولی و چې د کانګرس د حکم په خلاف ورزۍ کې يې په کال ۲۰۱۸ کې د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقجي د قتل په اړه معلومات خفیه ساتلي وو. د امریکې استخباراتي معلوماتو موندلي چې خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په حکم وژل شوی دی.

رېټکلېف د کانګرس غړو سره لوظ کړی د هغه په مشرۍ کې به سي ايي ای د سیاسي تعصب نه پاک معلومات وړاندې او د سیاسي نظريي او د ټرمپ سره د وفادارۍ په بنیاد په د سي ايي ای د کارکوونکو تقرري یا برطرفي نه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG