لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: په ۲۶م اګست داسې ماحول پېدا کړل شوی لکه بلوچستان کې چې د بېلتون تحریک روان وي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي په ۲۶م اګست ملک کې داسې ماحول پیدا کړل شوی ؤ لکه چې بلوچستان کې د بیلتون تحریک روان وي.

هغه ویلي، ترهګر د پاکستان اؤ چین دوستۍ کې درز راوستل غواړي خو وایي د پاکستان د دښمنانو سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي اؤ د عبرت مقام ته به رسول کیږي.

د بیلابیلو پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي د بلوچستان خلک د وطن سره مینه کوي اؤ هغوي غواړي د ترقۍ پایه باید په تیزۍ سره روانه پاتې وي.

په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې یې دعوه کړې ده چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوؤ بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په یادو بریدونو کې د ۱۴ عسکرو د وژنې پخلی کړی دی.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي په بلوچستان کې د کرکې تخم کرونکو ته به هیڅ ځای ترلاسه نه شي اؤ د پاکستان د دښمنانو سره د خبرو اترو سوال هم نه پيدا کیږي.

تر دې وړاندې څو، څو ځله د پاکستان حکومت بلوڅ وسله والو ته د مذاکراتو بلنې ورکړي خو هغوي دغه بلنې نه دي منلې اؤ خپل وسله وال مقاومت یې دوامداره ساتلی دی.

شهباز شریف ویلي ترهګر غواړي چې د پاکستان اؤ چین د دوستۍ په منځ کې درز راولي خو پوځ په دغو ترهګرو پسې دی اؤ هغوي به خپل انجام ته رسوي.

هغه ویلي اوړمه ورځ یې د کوټې سفړ کړی ؤ اؤ هلته یې د امنیت جاج له نزدې اخستی اؤ بلوچستان ته د پېښو چیلنجونو په اړه ورته د کوټې پوځي مشر یا کور کمانډر احوال هم تېر کړی دی.

چين دا وخت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبې سي پېک لاندې د توانايۍ په بېلابېلو منصوبو د 28 اربه ډالرو په لګښت کار کوي چې پکې په بلوچستان حب او ګوادر کې د سکرو څخه د بجلۍ پيدا کولو منصوبې شاملې دي.

پوهان وايي د چين لپاره په پاکستان او په ځانګړي توګه بلوچستان کې امنيت لوي چېلنج دی.

د توانايۍ او سي پېک د چارو کارپوهه ډاکټر خالد وليد په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي"د يو هيواد په بل ملک کې تر ټولو لويه سرمایه کاري د انساني ژوند په شکل کې وي او د چين يا نورو هيوادونو څخه دلته د راغلو کار کونکو ژوند که په خطر کې وي نو هغوي به چري هم په دې ملک کې سرمايه کاري ونه کړي".

د امنیتي چارو څيړونکي وايي، چين په بلوچستان کې لويه سرمايه کاري کړې ده او پکار وه چې د بلوچستان د ولس په سترګو کې د چين يو ښه انځور جوړ شوی وی او زیاتوي د بلوچستان د کشالې پوځي حل ممکن نه دی.

وزیراعظم ویلي بلوچستان کې چې څه وشول هغه د ترهګرۍ انتها وه اؤ چې څومره غندنه یې وشي کمه به وي.

نوموړي ویلي ترهګر اؤ څو خارجي عناصر په ګډه بلوچستان کې د کرکې تخم کړري اؤ ترهګرو سره له بهره مرتسې کیږي خو وي ویل پوځ به د ترهګرو ناپاکې ارادې کامیابېدو ته نه پرېږدي.

د هغه وینا وه چې د چین اؤ پاکستان اقتصادي راهداري د بلوچستان لپاره زیاته ګټوره ده اؤ بلوچستان له دې زیاتې ګټې اخستی شي.

هغه وویل ترهګر د ولس د ترقۍ د مخنیوي له خاطره سي پیک پروژه غوړېدو اؤ پرمختګ ته نه پرېږدي.

چین هم د پاکستان ناکراره صوبه بلوچستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې په کلکه غندلي اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې به د پاکستان مرستې ته دوام ورکوي.

د امنیتي چارو کار پوهان د بدامنۍ ښکار د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تشدد او ناامنۍ په وروستيو پېښو ژورې اندېښنې څرګندوي او دا په بلوچستان صوبه کې د سي پېک لاندې د چين پانګونو ته ستر او جدي ګواښ بولي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG