لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: په افغانستان کې د اپینو د شته زېرمو ختمولو لپاره هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار ویلي، که څه هم د طالبانو له خوا د اپینو پر کښت بندیز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمېدو باندې د پام وړ اغېزه کړې، خو وایي د اپینو د زیرمو ختمولو او د اپینو ساتونکو خلاف هیڅ اقدام نه دی شوی.

سیګار د اګست پر 23مه په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د برتانوي ادارې السیس اخیستل شوي تصویرونه او د معیشت په برخه کې تجربه او ارزونه ښيي چې په دې هیواد کې لا هم د اپینو زېرمې ډېرې زیاتې دي چې د اټکل له مخې 16,567 مېټرک ټنو ته رسیږي.

د السیس ادارې تقریباً دوې میاشتې وړاندې د افغانستان په څورلسو ولایتونو کې د ستېلایټ په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په بنیاد د ارزونې یو رپوټ خپور کړی وو. ددغې ادارې د اټکل په بنیاد په 2024م کال کې به په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول کم وي.

خو له دې سره سره سیګار ویلي چې په افغانستان کې د اپینو د زېرمو د ختمولو لپاره د پروګرامونو نشتوالی په دغه هیواد کې د اپینو د ګرانېدو او د زېرمو د زیاتیدو سبب شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي:

"دې کار د زیرمه شویو اپینو ارزښت زیات کړی دی، د اپینو کوچني کاروباریان یې کم کړي او د ځمکو د خاوندانو د اپینو زیرمې یې تر ډېره زیاتې کړي دي".

سیګار د ملګرو ملتونود بندیزونو د څارنې ټیم د روان 2024م کال د جولاې د رپوټ په بنیاد ویلي، "لوړپوړي طالبان" لا هم ددغه بندیز له نه منع کېدو ګټه اخلي، ځکه چې وایي بزګران "د کمښت د معاوضې لپاره د اپینو د متبادل کښت په هڅه کې" دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د اپینو بیې تقریباً دوه چنده لوړې شوې دي. د 2023 کال د اګست په میاشت کې د یو کیلو اپینو بیه له 417 امریکايي ډالرو د همدې کال په دسمبر کې 802 ډالرو ته لوړه شوې وه.

سیګار ویلي چې د 2023 کال د دسمبر په وروستیو کې د یو کیلو اپینو بیه 1,100 ډالرو ته لوړه شوې وه، خو اوس د 2024م کال د جولای په میاشت کې د یو کیلو اپینو بیه 600 ډالرو ته راکمه شوې ده.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د 2022م کال په اپرېل میاشت د یو فرمان له لارې په افغانستان د کوکنارو کښت باندې بندیز لګولی وو او له دې سره سره یې د دې استعمال، لېږد یا ټرانسپورټېشن، تجارت، برامدات او درامدات منع ګرځولي وو.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو خلاف ادارې یو این او ډي سي ویلي، د طالبانو د مشر له دې پریکړې یو کال وروسته هم افغانستان 80 فیصده د نړۍ د هیروینو غوښتنه پوره کوله.

خو دغې ادارې د 2024 کال د نشه يي توکو په نړیوال رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز په دغه هیواد کې تر 95 فیصدو پورې د اپین پیداوار کم کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG