په فرانس کې د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د جمعې په ورځ هغو اتوؤ کسانو ته سزاګانې اورولي چې څلور کاله وړاندې پرې په پیرس کې د یو ښوونکي سیمویل پيټي د وژنې تور لګول شوی ؤ.
47 کلن پيټي په 16م اکتوبر کال 2020م کې د هغه د سکول مخې ته وژل شوی ؤ.
تر وژل کېدو څو ورځې وړاندې پيټي پخپل کلاس کې د رایې څرګندولو د ازادۍ د یو بحث په مهال د اسلام د ستر پيغمبر خاکې ښودلې وې.
په پيټي د برید کوونکي 18 کلن شخص تعلق د چیچنیا سره ؤ اؤ هغه پولیسو په ګولۍ ویشتلی اؤ وژلی ؤ.
په کومو کسانو چې د پیرس په عدالت کې د نومبر له وروستیو څخه مقدمه روانه وه هغوي په ځېنو قضیو کې په جرم کې د همکارۍ اؤ په ځېنو کې له وژنې وړاندې په انلاین ډول د کرکې خوروونکي مهم چلولو د تورونو سره مخ وؤ.
له سزاګانو اورول کېدو وړاندې پیرس کې د 540 څوکیو لرونکې عدالتي خونه له خلکو ډکه وه اؤ دا د پيټي د وژنې د مقدمې وروستۍ اورېدنه وه.
په چاپېریال کې د تاؤتریخوالي لیدل کیدو له امله په دې موقع تر 50 زیات پولیس افسران په څارنه مامور وؤ اؤ د سزا اورولو په وخت د خلکو د زیات شور له امله جج بیا بیا خپله فیصله ایساروله اؤ خلکو ته یې د غلي کېدو امر کولو.
سرکاري وکیلانو د تورنو کسانو لپاره د 18 میاشتو څخه نیولې تر د 16 کالو د سزاګانو غوښتنه کړې وه .
په تورنو کسانو کې د وژونکي عبدالاخ انزوروف یو ملګری هم شامل ؤ چې په هغه د وژنې لپاره د وسلې په اخستو کې د مرستې تور لګول شوی اؤ ددې تر څنګ د سکول د هغه زده کوونکې جینۍ پلار هم پکې شامل ؤ چې د دروغو په خورولو یې ددې ټولو پېښو د رامنتځته کېدو نوبت راغلی ؤ.
د ترهګرۍ د مخنیوي سرکاري وکیلانو عدالت نه اتوؤ کې د څلورو ملزمانو د جرم په شدت کې د کمي اؤ د دوؤ کم عمره ملزمانو خلاف د تورونو ختمولو غوښتنه کړې وه چې په دې د پيټي خور مایوسي ښودلې وه.
پبلک پرایسکیوټر نایم بوداود لپاره د څوارلسو کالو اؤ اعظم ایسپسرخانوف نومې ملزم لپاره د شپاړسو کالو د بند سزا تجویز کړې وه.
په پيټي دا حمله وروسته له هغې شوې وه چې د فرانس په چارلي هیبډو ورځپانه کې د اسلام د پېغمبر د خاکو خپریدو په ضد ګڼو اسلامي هیوادونو کې احتجاجونه وشول.
پيټي په اسکول کې د تعلیم د قامي وزارت له اړخه د راې څرګندولو په اړه د خپل لیکچر یا سبق په م.هال په دغو خاکو خبره کړې وه اؤ د اسلام د پېغمبر خاکې یې زده کوونکو ته ښودلې وې.
هغه زده کوونکو ته ویلي وؤ څوک چې په دې خاکو اعتراض لري هغوي باید له صنف یا کلاس بهر لاړ شي تر دې وروسته د هغه په ضد انلاین کمپاین چلول شوی اؤ د هغه له لیکچر یوولس ورځې وروسته چې نوموړی کور ته روان ؤ نو انزوروف پرې حمله کړې وه اؤ وژلی یې ؤ.
کله چې له پيټي له وژلو وروسته په وسله وال حالت کې وژونکی د پولیسو په لوري وړ وړاندې کېدو نو پولیسو په هغه ډزې کړې وې اؤ وژلی یې ؤ.
ددې رپورټ معلومات د ا پي سي څخه اخستل شوي دي.
Forum