لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاک افغان پوله ځانمرگي بريد کې شپږ کسان وژل شوي


دجمعې په ورځ په پاک افغان پوله چمن سيمه کې شوي يو ځانمرگي بريد کې د افغانستان دسرحدي ځواکونو ديو کمانډر پشمول شپږ کسان وژل شوي اؤ ١٩ نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني امنيتي چارواکي وائي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو ځانمرگي دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو گاډى په نخښه کړو.
دامنيتي سرچينو ترمخه دغه چاؤدنه دپاک افغان پولې دملگرتيا ددروازې سره نزدې رامينځته شوى ، چې پکې پاکستاني عسکرو ته کوم زيان نۀ دى رسيدلى.
يو بهرني خبري اژانس سره دنوم نۀ څرگندولو په شرط دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو چارواکي دغه پيښه کې دپينځوؤ افغان سرحدي عسکرو دوژل کيدو اؤ ١٩ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى.
دغه چارواکي پخلى وکړو چې دافغانستان دسرحدي ځواکونو کمانډر اختر محمد هم چاؤدنه کې وژل شوى، افغان امنيتي چارواکي وائي چې دپيښې ظاهري هدف اختر محمد ؤ.
چاؤدنه کې دژوبل شوؤ پينځوؤ کسانو حالت سخت ښودل شوى ، چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي.
خو دفرنټئير کور سرچينې وائي چې پيښه کې ځينې پاکستانيان هم ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې وروستو پاک افغان پوله په سمدستي ډول تړل شوې ده اؤ سيمې ته په گڼ شمير کې دايف سي عسکر رسيدلي.
سرچينې وائي دچاؤدنې وروستو دپولې دواړو لورو ته سخت امنيتي انتظامات شوي دي.
چمن دپاکستان دبلوچستان صوبې يوه سيمه ده چې ددغه ځايې څخه په افغانستان کې دميشتو امريکائي اؤ نيټو ځواکونو لپاره سامان هم رسول کيږي.
په يوه بله پيښه کې دکوئټې دکچلاک په کلي نصران کې امنيتي ځواکونو ديوې کارروايۍ په مهال درې کسان نيوي دي، په دغه کارروايۍ کې په دروند مقدار کې بارود، دبمونو جوړيدو موادو اؤ ځانمرگي جيکټونه هم لاسته راوړل شوي دي.
دسرچينو ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې يو هاغى ځانمرگى هم شامل دى چې کوئټه کې يې ديوې حملې منصوبه بندي کوله.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG