راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ شوې ځانمرگي حمله کې څلور عسکر وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې دزيارت په ورځ چې کله دامنيتي ځواکونو په اشاره يو مشکوک گاډى ونۀ دريدو، نو دپوځ له لوري پرې ډزې وشوې چې په دې گاډي کې دننه ناست تن دبارودو څخه ډک گاډى والوځولو.
سرچينې زياتوي چې دچاؤدنې وروستو دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ اور لگيدلى اؤ دپيښې وروستو ټوله سيمه پوځ پخپله ولقه کې اخستې.
شمالي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دافغان اؤ امريکائي چارواکو ترمخه دالقاعده سره تعلق لرونکو په لسگونو جنگيالو خپلې محفوظې ځالې جوړي کړي.
په سيمه کې دموجودو شکمنو جنگيالو په ضد دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو لخوا بريدونه ترسره کيږي اؤ ددې ترڅنگ امريکائي چارواکو په تيرو وختونو کې پاکستان څخه دغلته دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې کړي.
خو پاکستان دريځ لري چې دغلته به عمل پخپله خوښه په مناسب وخت خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.