لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګوادر حق غوښتونکي تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د ازادۍ ضمانت منظور شو


مولانا هدایت الرحمان " ګوادر کو حق دو" په  عنوان تحريک پېل کړی او تېر کال يې په ګوادر ښار کې پرلت هم وهلی و او وخت ناوخته يې احتجاجونه کړي چې په ګڼ شمېر نارينه او ښځينو به  پکې ګډون درلود
مولانا هدایت الرحمان " ګوادر کو حق دو" په  عنوان تحريک پېل کړی او تېر کال يې په ګوادر ښار کې پرلت هم وهلی و او وخت ناوخته يې احتجاجونه کړي چې په ګڼ شمېر نارينه او ښځينو به  پکې ګډون درلود

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ "ګوادر کو حق دو تحریک" مشر مولانا هدایت الرحمان جیل نه په ضمانت د ازادېدو اجازت ورکړو.

د مولانا وکيل کامران مرتضی مطبوعاتو ته وویل د مولانا هدایت الرحمان د ضمانت درخواست اورونه د سپرېم کورټ درې کسيزه بېنچ، جسټس سردار طارق مسعود، جسټس امین الدین خان او جسټس محمد علي مظهر اورولی،عدالت د شپږ لکه روپو مچلکو په بدل يې د هغه ضمانت منظور کړو.

مولانا هدايت الرحمان له تېرو درو مياشتو راهسې د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټې په جېل کې بند و. په هغه د يو پوليس عسکر د وژنې او نور تورنه لګول شوي ووږ

مولانا هدایت الرحمان له تيرو څو کالو راهسې غوښتنه کوي چې د ګوادر په اوبو کې دې ټرالر دلارې د ماهيانو نیول بند شي چې هغه يې غیرقانوني بلي.

هغه په ګوادر کې د عسکري چیک پوستو د کمي، د پاکستان او ایران پر پوله په تجارت کې د مکران او ګوادر د خلکو د ستونځو د خاتمې ، تجارت زياتول، او په ګوادرکې د نشۍ توکو پر خرڅ د بندیز هم غوښتنه کوي.

مولانا هدایت الرحمان " ګوادر کو حق دو" په عنوان تحريک پېل کړی او تېر کال يې په ګوادر ښار کې پرلت هم وهلی و او وخت ناوخته يې احتجاجونه کړي چې په ګڼ شمېر نارينه او ښځينو به پکې ګډون درلود۔

هدایت الرحمان د جنورۍ په 13مه په ګوادر کې عدالت ته وړاندې شو او خپله ګرفتاري يې پوليسو ته ورکړه۔

پر مولانا د کال م2022 د ډيسمبر پر27 مه د احتجاج او نا امنۍ په پېښو کې د یوه پولیس عسکر د وژلو د تور ترڅنګ، شاوخوا شل نوري مقدمې درج کړل شوې وي چې په هغه نورو مقدمو کې ورته د بلوچستان له هايي کورټ څخه اول ليا ضمانتونه ورکول شوي و۔

له اوسني ضمانت ورکول کېدو ورستو په يوه ويډيويې پېغام کې مولانا هدايت الرحمان ويلي"د ټولو هغو خلکو چې زما لپاره يې ږغ پورته کړی مننه کوم، د ګوادر د خلکو، زنانو، خويندو، او هر مکتب او فکر خلکو مننه کوم چې زما د خلاصون او ضمانت لپار يې هڅې او دعاوې کړې دي، د هغه خبريالانو او ليکوالنو مننه چې زه يې تل ياد ساتلی يم، دا يوه خبره کوم چې موږ به خپل مقصد او د ګوادر د خلکو د حق خبره او خپل تحريک هغسې پر مخ وړو او پر شاه به نه راځو-"

د ایران صدر ابراهیم ريسي او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د سرحدي بازار د پرانستې په دستوره کې شرکت وکړو
د ایران صدر ابراهیم ريسي او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د سرحدي بازار د پرانستې په دستوره کې شرکت وکړو

ګوادر په بحیره عرب سمندر د بلوچستان ساحلي ښار دی، د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژې سي پېک مرکز هم ګوادر ښار دی۔

خو د ګوادر خلک او مولانا هدايت الرحمان وايي چې د ګوادر خلک د ژوند له ټولو بنيادي اسانتياوو بې برخې دي او د سي پېک پروژې هم کومه ګټه تر اوسه نده ورسېدلې۔

د بلوچستان صوبايي او د پاکستان مرکزي اوسني او پخوانيو حکومتي چارواکو په بيا بيا ويلي چې د ګوادر د خلکو ګيلې پر خپل ځای درستې دي او هلته د بنيادي اسانتياوو کمۍ دی۔

چارواکو ويلي چې د مولانا هدايت الرحمان غوښتنې قانوني دي او په پوره کولو يې حکومت بوخت دی۔

حکومتي چاروکو دا هم ويلي چې هلته د تجارتي اسانتاوو تر څنګ، د څيښلو د صفا اوبو بندوبست شوی، د ګوادر په اوبو کې ناقانونه ښکار کم شوی او د تحريک نورې غوښتنې هم عملي کوي خو ښيي د څه قانوني ستونځو له کبله يو څه وخت لا نور هم واخلي۔

د مولانا هدایت الرحمان د ازادېدو ضمانت په داسې ورځ منظور شو چې پاکستان او ایران په بلوچستان کې په شریکه پوله يو بل تجارتي مرکز خلاص کړ. د مرکز پرانيسته کې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او ایراني صدر سید ابراهیم رئیسي شرکت وکړو.

خو مولانا د حکومت لدې دعوو څخه خوښ نه ښکاري او وايي چې تر څو يې غوښتنې په پوره توګه نه وي منل شوې تر هغه به خپل احتجاجي تحريک جاري ساتي۔

تجارتي مرکز ته د "مند- پښین بارډر مارکیټ" نوم ورکړی شوی چې د خوراکي او نورو بېلابېلو توکيو بازار دی.

بازار د پرانېستلو دستورې ته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وویل له ایرانه به ګوادر ته هره ورځ ۱۰۰ میګا واټ بجلي رسېږي. پاکستان دا مهال له ایرانه د بلوچستان سرحدي سیمو ته ۱۰۴ میګاواټه بجلي واردوي. د 100 میګاواټو په اضافه کولو سره به د بجلې ټول واردات 204 میګاواټو ته ورسیږي.

د پاکستان سرکاري ټيليويژن رپورټ دی چې ايراني صدر ويلي، د سیمې مسلې د سیمه ایزو خبرو اترو له لارې حل کېدی شي ځکه چې وایي د بهرنیو عناصرو لاسوهنه مسله نه شي حل کولی. "باید دواړه ملکونه سرحدونه د یو فرصت په توګه وګڼو، نه د يو ګواښ په توګه ".

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې رابعه پير د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG