لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ سټېټ بېنک ته امر کړی چې انتخاباتو دپاره دې د پېسو انتظام وکړي


عدالت د جمعې په ورځ خپله فېصله کې چې روېټرز خبري ادارې یې نقل لیدلی وویل چیف جسټس عمر عطا بندیال د سټېټ بېنک موقتي ګورنر او د خزانې وزارت ته امر وکړو چې په خپلو کې دې رابطه وکړی او د مرکزي حکومت د پنګو نه دې د اپرېل د 17 نېټې پورې انتخاباتو دپاره پېسې مختص او جاري کړي
عدالت د جمعې په ورځ خپله فېصله کې چې روېټرز خبري ادارې یې نقل لیدلی وویل چیف جسټس عمر عطا بندیال د سټېټ بېنک موقتي ګورنر او د خزانې وزارت ته امر وکړو چې په خپلو کې دې رابطه وکړی او د مرکزي حکومت د پنګو نه دې د اپرېل د 17 نېټې پورې انتخاباتو دپاره پېسې مختص او جاري کړي

د پاکستان سپریم کورټ د جمعې په ورځ‌ سټېټ بېنک ته امر وکړو چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې انتخاباتو دپاره دې د پېسو بندوبست وکړي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه سټېټ بېنک ته د سپریم کورټ د حکم نه یوه ورځ وړاندې پارلېمڼت انتخاباتو دپاره د پېسو د قانون مسوده رد کړه چې له امله یې د عدليي او په اقتصادي او سیاسي مسلو کې ښکیل حکومت ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

رویټرز وايي د سپریم کورټ مشر جستس عمر عطا بندیال د خزانې، د مرکزي بېنک او د الېکشن کمېشن چارواکي د جمعې په ورځ خپل چېمبر ته بللي وو چې انتخاباتو دپاره د پېسو په اړه ترې پوښتنه وکړي. د چیف جسټس خبرداری وکړو چې د عدالت په حکم عمل نه کول به مضمرات ولري.

سپریم کورټ په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو او وفاقي حکومت ته یې امرکړی چې ووټونو د انتظام دپاره دې الېکشن کمېشن ته 21 ارب روپۍ ورکړي.

د پاکستان پارلېمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل حکومت دپاره ممکن نه ده چې انتخاباتو دپاره دغه پېسې برابر کړی شي.

عدالت د جمعې په ورځ خپله فېصله کې چې روېټرز خبري ادارې یې نقل لیدلی وویل چیف جسټس عمر عطا بندیال د سټېټ بېنک موقتي ګورنر او د خزانې وزارت ته امر وکړو چې په خپلو کې دې رابطه وکړی او د مرکزي حکومت د پنګو نه دې د اپرېل د 17 نېټې پورې انتخاباتو دپاره پېسې مختص او جاري کړي.

د رویټرز ترمخه عدالت حکم وکړو چې دا عمل دې زر تر زره او د ګل، دوشنبې، ورځ د ختمېدو نه مخکې ترسره شي او الېکشن کمېشن ته دې د دې تصدیق وکړی شي.

عدالت وویل خزانې وزارت دې عدالت په امر د عملدارۍ نه د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ خبر کړي.

رویټرز وویل د تېرې څه مودې راهسې عدلیه او د پاکستان حکومت په داسې حال کې د یو بل سره په اختلافاتو کې ښکیل دي چې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې او ملک د زر مبادله د کمي سره مخامخ مخ دی.

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره خبرې شروع کړي دې چې د قرض یو اشاریه یو بېلین ډالر قسط واخلي خو دغه مذاکرات لا څه نتېجې ته نه دي رسېدلي. دا قسط د 6.5 بېلین ډالرو قرض برخه ده چې ايي اېم اېف او پاکستان پې په کال 2019 کې معاهده کړې وه.

د وزیراعظم شهبازشریف حکومت وايي ضمني انتخابات په اقتصادي توګه ممکن نه دي په خصوصي توګه په داسې حال کې چې د خپلې مېعاد انتخابات د اکتوبر په میاشت کې کېدونکي دي.

په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د پاکستان تحریک انصاف حکومتونه تحلیل شوي دي او د پي ټي ايي مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د انتخاباتو غوښتنه کوي.

روېټرز وايي په اییني توګه انتخابات د اسمبلۍ د تحلیل کېدو نه پس په 90 ورځو کې کېدل پکار وي.

سپریم کورټ په پنجاب کې د می په 14 نېټه د انتخاباتو امر کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG