لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : نښته کې يو پوليس اؤ دوه تندلاري وژل شوي


دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات ضلعي په انتظامي مرکز مينگوره کې امنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ شوې يوه نښته کې يو پوليس عسکر اؤ دوه تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمينگورې سره نزدې دتخته بند سيمه کې دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه درحيم اباد تاڼې دپوليسو په گاډي هاغه مهال نامعلومو وسله والو بريد وکړو چې دغه گاډى دمعمول مطابق په گزمه بوخت ؤ.
دوژل شوي پوليس عسکر نوم شوکت اؤ دژوبل شوي نوم فرمان ښودل شوى.
سرچينې وائي دنښتې په مهال دغه تندلاري يو کور ته ورننوتي وؤ اؤ ددغه ځايې څخه يې په پوليسو دډزو لړۍ دوامداره ساتلې وه.
بلخوا دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په کچلاک سيمه کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
ددغه پيښې په اړه دکچلاک ايس ايچ او عبدالرحيم سمالاني وئيلي دي چې دزيارت په ورځ دکچلاک څخه دوه کلو ميټره لرې دکلي کتير هندوچنه بسونو دسټاپ سره د نزدې جومات ترڅنگ زورداره چاؤدنه شوې ده چې له امله يې يو لاروى لعل محمد اؤ يو نامعلوم تن وژل شوي اؤ دگل احمد اؤ گل حبيب په نومونو دوه کسان ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره دکوئټې هسپتال ته رسول شوي اؤ دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي دي.
بل لوري ته دبلوچستان په مستونگ ضلع کې نامعلومو وسله والو افغانستان ته په تلونکو دوؤ کنټينرو ډزې کړي چې له امله يې دوه ډرائيوران ژوبل شوي دي.
دليويز دسرچينو ترمخه دزيارت په ورځ دمستونگ تحصيل په دشت سيمه کې په موټر سائيکل سورو څلورو کسانو په دوؤ کنټينرو ناتاره ډزې کړي چې له امله يې دوه ډرائيوران ژوبل شوي دي.
وروستو دغو وسله والو کنټينرو ته اور اچولى اؤ په تيښته کې بريالي شوي دي.
دبريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG