پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه ښځه د هغې خاوند اؤ وروڼو د غېرت په نوم وژلې ده.
د سوات د پولیسو په وینا دا پېښه تېره ورځ د منګلور پولیس تاڼې په حدود بنجوټ سیمه کې مخې ته راغلې ده.
د منګلور پولیس تاڼې یو چارواکي ابراهیم وې او اې ډیوه ته ویلي د سلما په نوم دغه ښځه باندې د هغې خاوند،دوؤ وروڼو اؤ لېور سخت تشدد کړی اؤ تر هغې وروسته یې ورله مرۍ غوڅه کړې ده.
پولیس وایي دوي ته د ابتداي پلټنو نه څرګنده شوې چې دا وژنه د غیرت په نوم شوې ده.
د پولیسو په وینا د پېښې په تړاؤ یې د وژل شوې ښځې خاوند،دوه وروڼه اؤ یو لېور نیولي اؤ د هغوي خلاف یې د قتل مقدمه درج کړې ده.
په سوات کې په دې وروستیو کې د غېرت په نوم د ښځو د وژنې کچه زیاته لوړه شوې ده اؤ سږکال د فرورۍ په میاشت کې د سوات د کبل په دیولۍ سیمه کې هم یو تن خپله ښڅه اؤ دې لوڼه د غېرت په نوم وژلې وې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.
Forum