د برطانيې سرښار لندن په مشرقي مضافاتو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ یو تن په لاره تلونکو نورو خلکو د تورې ګزارونه وکړل چې له امله يې ۱۴ کلن هلک ووژل شو او څلور نور کسان زخمیان شول.
پولیس وویل د حملې د ځای سره نږدې په یوه رهایشي علاقه کې ۳۶ کلن تن د تورې د حملې په لړ کې نیول شوی دی.
دغه واقعه د ترهګرۍ او یا د هدفي حملې پېښه نه ګڼل کېږي.
پولیس وویل ۱۴ کلن په هسپتال کې د زخمونو دلاسه ساه ورکړه. په څلورو زخمیانو کې دوه پولیس او دوه ملکي کسان شامل دي.
د پولیس چارواکي سټورټ بېل پېښه په وحشتناکه وبلله.
د لندن مېټروپالېنټن پولیس وویل اطلاع ورکړی شوي وه چې د یو کور سره موټر جنګول شوی دی او په خلکو ګزارونه کېږي.
د برطانیې په مطبوعاتو وډیوز کې لیدل کېږي چې یو تن په خلکو د تورې یا د اږدې چاړه ګزارونه کوي. عیني شاهدینو وویل پولیس د حمله کوونکي تعقب کولو او غږ يې په کولو چې وسله دې وغورځوي.
د برطانیې وزیراعظم رشي سونک په پېښه خفګان څرګند کړو او ويې وېل "زمونږ په کوڅو د تشدد ځای نشته."
د برطانیې باچا چارلز دریم په حمله کې د وژل شوي هلک د کورنۍ سره غمرازي وکړه او د امدادي کارکوونکو ستاینه یې وکړه.
د لندن د ټرانسپورټ محکمې وویل د پولیس د تحقیقاتو په سبب د پېښې ځای سره نږدې رېل سټېشن تړل شوی دی.
Forum