په بې رحمۍ د وژل شوي پښتون پوليس افسر طاهر داوړ د شخصيت گڼ اړخونه وو چې یو پکې د شعر ادب سره د هغه مينه وه.
هغه یو ډېر ښه او قام پاله شاعر و. ځیني سندرغاړو يې شاعري ويلې هم ده او ځنې سندرغاړو او په ادب مينانو په سوشل ميډيا د طاهر داوړ د ذوق او د خپلې خاورې سره د مينې ستاينه کړې ده.
د هغه د وژنې د خبر د خوريدو وروسته، په سوشل ميډيا د طاهر داوړ "ځان مې وران جهان مې وران شو لښکر وران شو" غزل چې يو سندرغاړي ويلی دی ډېر مقبول شو او په لږ وخت کې يې د طاهر داوړ د شخصيت ادبي او فکري اړخ هم راښکاره کړو.
دغه غزل څه داسې دی:
ځان مې وران جهان مې وران شو لښکر وران شو
کور مې وران شو در مې وران شو گودر وران شو
د سحر بلبل رنگينې نغمې پريښوې
ماښام وران شو گل ورين مازيگر وران شو
هرې خوا ته دي ويرونه ژړاگانې
په څپېړو مې د پېغلو ځيگر وران شو
زه طاهر داوړ گناه نه خبر نه شوم
سر مې وران شو سر د پاسه مې سر وران شو
دا غزل سندرغاړي د بل غزل سره رباعي کړی دی چې ورپسې د غزل دا شعر وايي
د ظلم خوند به درمعلوم شي اې ظاله خو که
دا ستا بچي چرته په لاس د زورور ولگي
څه به په ما باندې د کلي مازيگر ولگي