(اېسوسي اېټډ پرېس)
د اسټريا 84 وګړی چې تېر کال په افغانستان کې نيول شوی، په افغانستان کې واکمنو طالبانو خوشی کړی دی، د اسټريا حکومت د دغه تن د خوشي کېدو ويلي دي.
د اسټريا د بهرنيو چارو وزارت د اتوار/يکشنې په ورځ ویلي، ياد تن چې هيربرټ فريټز نوميږي د افغانستان نه د قطر دوحې ته رسېدلی دی.
د اسټريا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند اې پي خبري ادارې ته ویلي، دغه تن په کابل کې نيول شوی وو.
اسټرين چانسلر کارل نيهېمر په اېکس (پخواني ټویټر) د قطر د امير شېخ تميم بن حماد الثاني مننه کړې چې د افغانستان د زندان څخه یې د اسټرين وګړي په خوشي کولو کې کلک مرسته کړې ده.
د قطر د بهرنيو چارو د اسټرين وګړي په خوشي کولو په افغانستان کې د "عبوري حکومت" مننه کړې ده.
ويل شوي، د اسټريا يوې ورځپاڼې (ډيرسټېنډرډ) تېر کال خبر ورکړی وو، چې د اسټريا کوم وګړی په افغانستان کې نيول شوی هغه د يوانتهايي ښي اړخه (نېشنل ډيموکرېټک) ګوند باني غړی وو په کوم ګوند چې په 1988 کې بنديز لګول شوی وو.
ويل شوي، دغه تن په يوه مجله کې د "طالبانو سره رخصتۍ" په سرخط يو مضمون ليکلی او خپور کړی او په افغانستان کې یې د ښه ژوند په اړه ويلي وو خود دغه ليکنې وروسته هغه بيا نيول شوی وو.
په خبر کې زياته کړل شوې په دغه تن د جاسوسۍ تور لګول شوی وو.
طالبان چې په کال 2021م کې په واک کې راغلي په ښځو یې د کار ځايونو ته تلو، د جينکو د سکول سره یې نور بنديزونه لګولي دي، سره له دې چې د واک اخستو په لومړو ورځو کې یې د اعتدال پسندۍ د واکمنۍ ژمنې کړې وې.
د اسټرين وګړي په اړه ورځپاڼې خبر ورکړی، دغه تن خطرناکو ځايونو ته د تلو شوق لري هغه د 1980م په لسیزه کې هم د افغانستان سفر کړی وو او څو کاله وړاندې په شام کې هغه ځای ته هم ورغلی چرته چې کردانو د داعش پرضد جګړه کړې وه.
د اسټريا چارواکو ویلي، فريټز د تېر کال مې په میاشت کې افغانستان ته رسېدلی خو دا نه دی ویل شوي چې هغه په افغانستان کې چرته نیول شوی وو.
Forum