لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او ترکمنستان د ګیس پایپ لاین  په تاپي پروژه کار پیل کړ


د طالبانو د حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند د ترکمنستان سرحدي سیمې مریم ته سفر وکړ او د کوربه هیواد له جګپوړو مشرانو سره یې په ټاپي پروژې د کار پېلولو پرانسته وکړه
د طالبانو د حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند د ترکمنستان سرحدي سیمې مریم ته سفر وکړ او د کوربه هیواد له جګپوړو مشرانو سره یې په ټاپي پروژې د کار پېلولو پرانسته وکړه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او ګاونډي هیواد ترکمنستان د چهارشنبې په ورځ د ګازو د نل لیکې یا ګیس پایپ لاین په تاپي پروژه د اوږدې مودې نه ځنډیدلی کار پيل کړ.

د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د 10 ملیارد ډالرو اټکل شوې ددې پروژې له مخې به د جنوب ختیځ ترکمنستان د ګلکنش ګیس فیلډ څخه هر کال 33 اربه مکعب میټره قدرتي ګیس منتقل کولی شي.

د طالبانو د حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند د ترکمنستان سرحدي سیمې مریم ته سفر وکړ او د کوربه هیواد له جګپوړو مشرانو سره یې په ټاپي پروژې د کار پېلولو پرانسته وکړه.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف د ویډیويي لینک له لارې په دې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. هغه وويل: "دا پروژه به نه يوازې د ګډون کوونکو هېوادونو اقتصاد ته، بلکې ټولې سيمې ته ګټه ورسوي."

د خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې له شخړو اغېزمن افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله څو ځله د ځنډ سره مخ شوې د تاپي په پروژه کې مهم پرمختګ شوی دی.

د طالبانو حکومت په تاپي پروژه د کار پېلولو اعلان په داسې حال کې کړی چې ترکمنستان د خپلې برخې د پايپ لاین غځولو چارې سرته رسولي دي.

دا پروژه د تاجکستان،افغانستان، پاکستان، اؤ هند تر منځ د ګیس پایپ لاین خورولو لپاره پېل کړل شوې وه چې نوم ورته "تاپي" ورکړل شوی دی.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د افغانستان سرکاري ټي وي سره په مرکه کې اعلان کړی چې نن د تاپي په پروژه د افغانستان په خاوره کې لاس پورې کولی شي.

په دې موقعه د افغانستان په سرحدي ولایت هرات کې عامه رخصتي اعلان کړل شوې وه اؤ ځاي پځاي ددې منصوبې پوسټرې لګول شوې وې.

د پایپ لاین 1800 کلو میټره برخه د افغانستان له خاورې تېریږي چې د هرات اؤ کندهار په لاره به د پاکستان د بلوچستان صوبې پورې رارسولی شي اؤ هلته نه به بیا د هند د پنجاب فاضلکا سیمې ته دغه پایپ ور رسولی شي اؤ هم په دغه ځاي به ختمېږي.

د افغان رسنیو له مخې پاکستان اؤ هند به د ګیس د رسد 42،42 فیصدي اؤ افغانستان 16 فیصدي اخلي اؤ کابل ته به هر کال د ټرانزټ فیس له لارې نزدې 50 کروړه ډالر ګټه رسیږي.

په ترکمنستان کې په دې پروژه کار په کال 2015م کې پیل شوی ؤ اؤ په لمړیو کې ټاکل شوې وه چې افغانستان کې به پرې کار په 2018 کې پیل کیږي خو بیا پرله پسې د امنیتي ستونزو له امله د افغانستان خاوره کې په دې پروژه د پېل وځنډېدو.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ای ایف پي ته ویلي چې افغانستان کې دا مهال بې روزګاري اوج ته رسېدلې ده اؤ د تاپي پروژې له امله به 12 زره کسانو ته کار په لاس ورشي.

په کال 2021م کې په کابل د طالبانو له قبضې راپدیخوا دا په افغانستان کې تر ټولو مهمه پرمختیایي پروژه ده چې کار پرې پېل کیږي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی خو دا پروژه افغانستان ته د منځنۍ اؤ جنوبي اسیا تر منځ سیمه ییزه همکارۍ کې یو ستراتیژیکي کردار په لاس ورکوي.

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ای ایف پي څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG