لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له بلوچستانه سږ کال د پولیو 15مه پېښه مخې ته راغلې ده


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان څخه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په اوږدو کې د بلوچستان نه مخې ته راغلو د پولیو دپېښو شمېره 15 اؤ په ګرد پاکستان کې دا شمېره 22 ته رسېدلې ده.

د پاکستان د بېړنيو عملیاتو د ملي مرکز له مخې دا پولیو دا تازه پېښه د بلوچستان د پښتون میشته سیمې پښین څخه مخې ته راغلې اؤ وایي چې دغلته د 30ؤ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

تر دې وړاندې په 21م ستمبر هم د بلوچستان پښتون میشته سیمه قلعه عبدالله کې د 15ؤ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ.

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه فاروق ویلي چې د پولیو وایرس اؤ د رامنځته کېدونکو پېښو صورتحال ښیي چې د پولیو نه د خوندیتوب د ویکسن ارزښت له وړاندې څخه ډیر زیات شوی دی.

هغې ویلي چې ددې موذي مرض نه د ماشومانو د خوندي کولو لپاره هغوي ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول زیات ضروري دي اؤ زیاته کړې یې ده چې د روان کال تر پاي به ګرد هیواد کې د پولیو د مخنیوي دوه نور کمپاینونه هم کولی شي.

د پاکستان پولیو پروګرام په دې وروستیو کې له 9م تر 13م ستمبر پورې په 115 هغو ضلعو کې د پولیو په ضد کمپاین چلولی ؤ چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې شمیرل کیږي.

د پولیو پروګرام له مخې په دې کمپین کې درې کروړه اؤ 25 لکو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG