لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې  پنجاب کې د عملیاتو په مهال د اوو ترهګرو د نیولو دعوه کړې


د ترهګرۍ ضد محکمه وایي د پاکستان د پنجاب ایالت په بیلابیلو سیمو کې یې د عملیاتو په مهال د ټي ټي پي د دوؤ خطرناکو ترهګرو په ګډون اووه ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي ویاند په یو بیان کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد محکمې د پنجاب بیلابیلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس 129 عملیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې خطرناک ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي د بیان له مخې دا عملیات په لاهور،بهکر، اټک، وهاړي، بهاولپور اؤ جهګ کې شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې ده چې د لاهور اؤ بهکر څخه یې د تحریک طالبان پاکستان دوه مهم ترهګر نیولي اؤ د هغوي د ولکې نه یې وسله اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

خو سي ټي ډي بیا پخپل بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې.

تر دې وړاندې په پینځم اکتوبر هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې وه چې د صوبې بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په مهال د ټي ټي پي د دریوؤ خطرناکو ترهګرو په ګډون 18 ترهګر نیولي دي.

د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس رپورټ وایي چې یوازې د تېر ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي.

په دې بریدونو کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو کې 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي۔ دې کې د زياترو پېښو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو اعلان کړی ، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې نوؤ پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG