لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آي ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړه


د نړیوالې مالیاتي ادارې (اي ایم ایف) اجراییه بورډ د چارشنبې- شورو په ورځ په خپله غونډه کې د پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور پروګرام منظوري ورکړې ده.

د 37 میاشتو د مودې ددې پور تړون په 12 جولاي کې د پاکستان اؤ آي ایم ایف د مامورینو ترمنځ شوی ؤ.

د پاکستان د دولتي بینک د ګورنر له مخې د 1.1 ارب ډالر وړومبی قسط به ډیر زر د آی ایم ایف له لوري پاکستان ته ترلاسه شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د خپلو دوستو هیوادونو په ځانګړې توګه د چین مننه کړې ده چې د پور لپاره په لارې هوارولو کې د پاکستان سره مرسته کړې ده.

وزیراعظم ویلي د نړیوالې مالیاتي ادارې د ځېنو شرطونو تعلق د چین سره ؤ.

د پاکستان مالیاتي ډویژن تېره اوونۍ قامي اسمبلۍ ته په یو بریفنګ کې ویلي وؤ چې د پاکستان مالي اړتیاوې د آي ایم ایف د پور پروګرام څخه سېوا دي چې له دې امله به اسلام اباد ته پينځه اربه اضافي ډالر د کمرشل بینکونو اؤ نورو پور ورکوونکو ادارو څخه اخستل وي.

د اقتصادي چارو څېړونکي وایي چې پاکستان ته د آي ایم ایف لخوا د پور د 24م پروګرام ترلاسه کېدو سره یو بل فرصت په لاس ورغلی دی چې خپلې زړې اؤ دایمي معاشي ستونزې باید د اصلاحاتو له لارې هوارې کړي خو ځېنې څیړونکي بیا دا کار دومره اسان هم نه ګڼي.

ګڼو څېړونکو وایس اف امریکه اردو ته ویلي چې د پور تړون ته د غوڅ شکل ورکړی کېدو سره به پاکستان ته د معیشت په ټولو څانګو په ځانګړې توګه د مالیې په ترلاسه کولو اؤ لګښتونو کې د کمي، د انرژۍ، پینشن اؤ خسارې سره مخ ادارو کې د اصلاحاتو کولو موقعه یو ځل بیا په لاس ورشي.

کراچۍ کې میشت د اقتصادي چارو ماهر سلمان عبدالله وایي دا مهال په نړیواله منډهۍ کې د تیلو راپرېوتونکي نرخونه په نظر کې نیول پکار دي ځکه چې نړیواله منډهۍ کې د تېلو لوړو نرخونو سره د پاکستان درامدي بل (لګښت)سیوا کیږي.

هغه ویلي د تېرو دوؤ میاشتو راهسې په نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیعې پرله پسې په ښکته راروانې دي حکومت باید ددې غوره موقعې نه په استفادې کولو د دایمي ستونزو د هواري فرصت له لاسه ور نه کړي.

د هغه وینا وه چې پاکستان به راتلونکو 37میاشتو پورې د آي ایف ایف پروګرام کې وي چې له دې امله د ډیفالټ یا سقوط اندېښنې تقریباً ختمېږي اؤ بل لوري ته به د تېلو بیعو کې د کمي له امله د هیواد د تجارتي خسارې په قابو کې د ساتلو موقعه ترلاسه شي.

هغه وایي به داسې کولو پاکستان سره د قیمتي زرمبادلې ذخیرې ښه کېدای ،هغه یو ځای ته راټولول کېدای اؤ د قرضونو د قسطونو په ادا کولو کې زیاته اساني په لاس ورتلی شي.

خو ښاغلی سلمان عبدالله وایي چې د حکومت لپاره هدف یوازې تر دې محدود نه دی بلکې اصل کار په دې غوره ماحول کې د اصلاحاتو رامنځته کولو دی.

نوموړی وایي حکومت ته به د خپلې خسارې پوره کولو لپاره تر ټولو د مخه خپل امدان سیوا کول وي اؤ د روان مالي کال لپاره چې د آي ایم ایف په وینا حکومت د امدن کوم هدف ټاکلی دی هغه به ورته پوره کول وي.

د پاکستان حکومت په روان بجټ کې د امدن 12 زره اؤ 980 اربه روپۍ تاریخي هدف ټاکلی دی چې د تېر مالي کال په مقابله کې دا 40 فیصدي سیوا دی.

څه ماهرین د مالیې دا هدف غیر حقیقي بولي اؤ وایي ترلاسه کول یې ناشونی دی.

حکومتي شمېر شمېرې ښیي چې د ټیکسونو راغونډوونکې قامي اداره (ایف بي ار) د روان مالي کال په دوؤ میاشتو کې د ټیکسونو ترلاسه کولو د هدف نه 98 اربه روپۍ وروسته ده.

( د وي او ای اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG