لاس رسیدونکی لینک

 
ټانک کې د پوځ په ګاډي بمي چاودنه کې دوه عسکر ژوبل شوي،پوځ بنو کې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې
تازه خبر

ټانک کې د پوځ په ګاډي بمي چاودنه کې دوه عسکر ژوبل شوي،پوځ بنو کې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د ګاډي تر څنګ بمي چاودنه شوې چې دوه عسکر پکې ژوبل شوي اؤ پوځ دعوه کړې چې په بنو ضلعه کې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې ترهګر وژلي اؤ نهه نور یې ژوبل کړي دي.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو د نهې - سه شنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته ویلي چې ،د امنیتي ځواکونو یو ګاډی د علي خېل په سیمه کې د سړک د غاړې د یوې بمي چاودنې په زد کې راغلی.

علي خېل سیمه د لکي مروت او ټانک ضلعو تر منځ د بیټني سب ډویژن په پوله پرته ده.

سرچینې وایي په دې چاودنه کې دوه پوځیان ژوبل شوي چې د علاج لپاره پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

پوځ لا په رسمي توګه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار په یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بنو په جاني خېل سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې درې ترهګر وژلي اؤ نهه یې نور ژوبل کړې دي.

پوځ ویلي په 27مه جنورۍ ترسره شوؤ دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو ځاله په موثر ډول په نښه کړې ده اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پوځ دعوه کړې ده چې په دې عملیاتو کې درې ترهګر وژل وي اؤ نهه نور ژوبل شوي خو د آي ایس پي ار په بیان کې بیا د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې. .
د پوځ په وینا ، په یادو سیمو کې د نورو پاتې ترهګرو د لټون اؤ د سیمو پاکولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوامداره دي اؤ د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې ملک نه به د ترهګرۍ نوغی وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه قلعه سیف الله کې هم د ایف سي ځواک په یوه کیمپ وسله والو ډله ییز برید کړی چې پکې لږ تر لږه دوه عسکر وژل شوي اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

پوځ په دغه برید کې د دوؤ ځانمرګیانو په ګډون د پینځوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې ده.

د پاکستان پوځ په دوامداره توګه عملیاتو کې د وسله والو د وژلو دعوې کوي خو ددې دعوو تصدیق اکثره د ازادو سرچینو څخه نه کیږي ځکه چې په کومو سیمو کې پوځ عملیات کوي هلته عموماً رسنیو یا خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي اؤ خبریالان یوازې د پوځ اؤ وسله والو ډلو لخوا په کېدونکو دعوو اکتفا کوي،

په پاکستان کې د تېرو څلورو کالو راپدیخوا د ترهګرۍ برید یو وارې بیا زیات چټک شوي اؤ په دې ترهګریزو بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونو په دې دوران کې د سوؤنو ترهګرو د وژلو اؤ نیولو دعوې هم کړې دي.

په پاکستان کې تېر کال 2024 یو خونړی کال ثابت شوی ؤ اؤ د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې په دغه کال ددې هیواد دننه په بمي چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې تر 1600 زیات ملکي وګړي او امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.

پاکستان خپل هیواد کې د کیدونکې ترهګرۍ پړه د افغان طالبانو په حکومت ور اچوي اؤ تور لګولي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې عملي کوي.

خو د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه بې اساسه بولي اؤ دریځ لري چې د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG