لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په اړه سبا د ماسکو فارمیټ شپږمه غونډه کېږي، د طالبانو پلاوی هم پکې ګډون کوي


سبا د جمعې په ورځ د روس په سر ښار کې د افغانستان په اړه شپږمه «ماسکو فارمیټ» غونډه کېږي چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی هم پکې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، امیر خان متقي د ماسکو فارمیټ په شپږمه ماشورتي غونډه کې د ګډون لپاره ماسکو ته رسېدلی دی.

د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله ایکس ‌پاڼه د دې سفر په اړه په لنډ خبر کې تش دومره ویلي چې متقي د پلاوي په مشرۍ د روسي فیدرېشن په رسمي بلنه په غونډه کې ګډون کوي.

د روس تاس خبري ایجنسۍ د روس د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخارووا له قوله هم ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د اکتوبر پر څلورمه د ماسکو فارمیټ په غونډه کې ګډون وکړي.

د ماریا زخارووا په وینا په دې شپږمه ماشورتي غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړیو میشنونو اعلی چارواکي هم ګډون کوي او د دې هېواد پر حالاتو به هراړخیزې خبرې پکې کېږي.

د ویاندې په وینا د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف به هم په جلا ناسته کې له امیر خان متقي سره د ماسکو او کابل تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر بنیادي موضوعاتو خبرې وکړي.

د سیاسي چارو څېړونکي او خبریال طاهر خان «دي پاکستان ډېلي» اخبار ته په خپل رپوټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله لیکلي، د ماسکو فاریمټ په غونډه کې به د پاکستان د پلاوي مشري د افغانستان او لوېدیځې اېشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سفیر احمد نسیم وړایچ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د پاکستان سفیر عبید الرحمن نظاماني به هم په دغه پلاوي کې برخه ولري.

د ماسکو فارمیټ لومړی ځل په 2017م کال کې جوړ شوی چې په پرله پسې کالنیو غونډو کې یې د روس، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي او د افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه پکې بحثونه او خبرې کېږي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې د «ماسکو فارمیټ» په شپږمه غونډه کې به د طالبانو له حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې د ښکېلتیا پر موضوع باندې خبرې اترې وشي.

د وزارت ویانده ماریا زخارووا وایي د دې غونډه لومړیتوب به دا وي چې د کابل او سیمې د حکومتونو تر منځ د افغانستان د سولې له بهیر سره سره په سیاسي، اقتصادي، ترهګرۍ او نشه يي توکو خلاف د مبارزې په برخو کې عملي ښکېلتیا زیاته شي.

«دي پاکستان ټوډې» اخبار د د پاکستان د رسمي سرچینو په حواله ویلي، تمه ده د پاکستان پلاوی به په غونډه کې د هغو پاکستاني وسلوالو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه بیا تکرار کړي چې دوی یې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو پلانولو پرله پسې دعوې کوي.

د پاکستان امنیتي چارواکي اوس په منظم ډول په هیواد کې د تاوتریخوالي پیښو د زیاتوالي په اړه خبرې کوي، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، وروسته له هغه چې طالبانو د اګست په 2021 کې د افغانستان واک ترلاسه کړ.

په دې غونډې کې د افغانستان لپاره د روس له ځانګړي استازي پرته د پاکستان، ایران، هندوستان، چین، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان استازي هم ګډون کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG