لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د شېراني ضلعې قبايلي او سياسي مشرانو د پوليو وايرس د ختمولو هوډ کړی


د بلوچستان په سرحدي سيمه شېراني کې د سياسي او قبايلي مشرانو لپاره د پوليو په اړه د یونیسیف د «کامنیټ» ادارې په مرسته جوړ شوي سيمينار کې سياسي او قبايلي مشرانو هوډ کړی، چې د پوليو وايرس په ختمولو کې به د حکومت او صحت محکمې بشپړ کومک او ملاتړ کوي.

دا سيمينار د پوليو وايرس د مخنيوي او وېکسين د ارزښت لپاره تر راتلونکي کمپېن وړاندې جوړ شوی دی چې د ستمبر پر نهمه به پیلیږي.

د سيمې سياسي او قبايلي مشران وايي، پوليو وايرس ټولې نړۍ ختم کړی، خو يواځې پاکستان او افغانستان يې اوس هم له وايرس سره په جګړه کې ښکېل دي. دوی وویل په بلوچستان کې پوليو وايرس اوس په تېزۍ خپرېږي، ځکه نو مهمه ده، چې په ګډه يې مخنيوی وشي.

د سيمينار جوړوونکی د «کامنيټ» کميونيکېشن ادارې افسر سعيدالله لووڼ وايي، د غونډې جوړولو هدف هغه لارې چارې سنجول دی، چې څنګه دا سيمه او صوبه له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاکه شي او د ټولنې تر هر فرد پورې دا پيغام ورسېږي:

"په دې سيمه کې د پوليو په تاريخ کې دا اول ځل دی چې داسې غونډه جوړه شوې. د دې هدف همدا وو، چې پوليو يوه خطرناکه او لاعلاجه ناروغي ده او وايرس تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان اغېزمن کوي. په پاکستان په تېره بيا په بلوچستان کې وايرس په تېزي سره خپرېږي او روان کال په صوبه کې دوولس ماشومان پوليو شوي دي".

شېراني د بلوچستان سرحدي ضلع ده، چې د خيبرپښتونخوا جنوبي برخو ټانک او ډېره اسماعيل خان ته څېرمه پرته ده. چارواکی زياتوي، که څه هم په ضلع کې د پوليوکېس تر اوسه نه دی رپوټ شوی، خو وایي په ګاونډي سيمو کې اوس هم د پوليو وايرس موجود دی:

"شېراني ضلع هغو ضلعو ته نیزدې پرته ده، چې د پوليو وايرس له پلوه حساسې دي، لکه ږوب، کلاسيف الله، ډېره اسماعيل خان او وزيرستان، ځکه نو د داسې سيمينار جوړول ډېر مهم دی، چې دلته راغلي خلک دا پيغام په ټولنه کې نورو خلکو ته ورسوي او په کمپېن کې له روغتيايي ټيمونو سره همکاري وکړي".

سيمينار ته راغلی يو روغتيايي چارواکی ډاکټر محمد شاه شېراني وايي، ټولنه بايد د پوليو وايرس په خطرناکو نتیجو او د وېکسين په ارزښت پوه شي، چې پوليو وايرس له يوه ماشومه بل اغېزمن کولای شي. وایي د دې د ناروغۍ علاج نه شته خو د دوو قطرو له لارې د وايرس مخنيوی کېدلای شي:

"تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې خلک په پوليو وايرس، د دې په لاملونو او ځان خوندي ساتلو خبر شي. دا وايرس د هوا له لارې په چاپيريال کې خپرېږي. له دې ځان خوندي ساتل ډېر ضروري دی، نو ځکه د ټولنې هر فرد بايد په دې خبر وي، چې پوليو وايرس څنګه خپرېږي او مخنيوی يې څنګه کېږي. ماشوم چې يوار پوليو شي، بيا يې ټول عمر علاج نه کېږي".

په بلوچستان کې روان کال د پوليو 12 مثبت کېسونه رپوټ شوي دي او تر ټولو زيات په کوټه بلاک کې دي. کوټه بلاک د پوليو وايرس له پلوه د بلوچستان حساسه یا های رسک سيمې دي. په کوټه بلاک کې چمن، پښين، کلاعبدالله، کوټه او مستونګ ضلعې دي.

د یادونې وړ ده چې پولیو تر تېر کال پورې یواځې په افغانستان او پاکستان کې پاته وه، خو په روان کال کې په غزه کې هم د اسرایل او حماس د جګړې په نتیجه کې 25 کاله وروسته په غزه کې د پولیو وایرس پېښه مخې ته راغلې ده.

روانه اوونۍ په غزه کې د پولیو د مخنیوي لپاره د ماشومانو د وېکسین کولو کمپېن پیل شوی دی چې د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا، په لومړي پړاو کې یې شاوخوا 187 000 ته له پولیو د ژغورنې څاڅکي ورکړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG