لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېکس رپورټ:اګست بلوچستان لپاره تر خونړۍ میاشت پاتې شوې، پاکستان کې په دې میاشت کې 254 کسان وژل شوي


د پېکس رپورټ وایي په اګست کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې په غیر معمولي ډول زیاتې شوي خو په خېبر پښتونخوا صوبه اؤ دملک نورو برخو کې په دې میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل شوی دی
د پېکس رپورټ وایي په اګست کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې په غیر معمولي ډول زیاتې شوي خو په خېبر پښتونخوا صوبه اؤ دملک نورو برخو کې په دې میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل شوی دی

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) پخپل تازه رپورټ کې ویلي د اګست میاشت په پاکستان کې زیاته خونړۍ پاتې شوې اؤ د جولاي کال 2018م نه وروسته په وړومبي ځل په یوه میاشت کې دومره زیات ځاني زیان اوښتی دی.

د پېکس رپورټ وایي په اګست کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې په غیر معمولي ډول زیاتې شوي خو په خېبر پښتونخوا صوبه اؤ دملک نورو برخو کې په دې میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل شوی دی.

د پېکس له مخې د اګست میاشت په کال 2024م کې تر ټولو خونړۍ میاشت پاتې شوې اؤ په دې کې 254 کسان وژل شوي دي.

دغه شمېرې په ډاګه کوي چې وژل شوؤ کې 92 عام وګړي، 54 امنیتي عسکر او 108 تندروه وسله وال شامل وؤ.

د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز(پېکس) ویلي په اګست کې په بیلابیلو پېښو کې 150 کسان ژوبل شوي هم دي چې هغې کې 88 عام وګړي، 35 امنیتي مامورین او 27 وسله وال شامل دي.

رپورټ وایي په اګست کې د ترهګرۍ ټولې 83 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې کې 175 کسان وژل شوي دي .

شمېرې ښیي چې زیاتې وژنې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې شوي اؤ د ترهګرۍ په دې پېښو کې وژل شوؤ کې 92 عام وګړي، 47 امنیتي عسکر، او 36 وسله وال شامل وؤ اؤ ددې تر څنګ 123 کسان ژوبل شوي هم دي چې هغې کې 88 عام وګړي او 35 امنیتي عسکر شامل وؤ.

د پېکس د رپورټ له مخې د اګست میاست کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم 79 کسان وژل شوي چې هغې کې 72 وسله وال اؤ اووه امنیتي عسکر شامل وؤ اؤ ددې تر څنګ 27 وسله وال ژوبل شوي هم دي.

د پېکس لخوا مخې ته راغلې شمیرې ښایي چې په اګست کې امنیتي ځواکونو 12 شکمن وسله وال نیولي اؤ وسله والو لږ تر لږه نهه کسان تښتولي چې هغې کې د پاکستان د پوځ یو لیفټننټ کرنل اؤ یو اسسټننټ کمشر هم شامل وؤ خو هغوي دواړه اؤ ځېنې نور تښتول شوي کسان بیا د مذاکراتو له لارې راخلاص کړی شول.

د جولای کال 2018م نه راپدیخوا په ترهګریزو بریدونو کې تر ټولو زیات زیان تېرې د اګست میاشت کې اوښتی اؤ د فرورۍ کال 2017م نه وروسته د کومې یوې میاشتې په مهال دا وسله والو ډلو ته هم ستر زیان دی چې 108 وسله وال یې وژل شوي.

د پاکستان انسټي ټيوټ فار کانفلکټ اینډ سیکیورټي سټډيز د میاشتني رپورټ له مخې بلوچستان کې تېره میاشت تر ټولو زیاتې حملې اؤ وژنې شوې دي.

شمیرې ښیي چې بلوچستان کې د وسله والو بریدونو کې د 80 ؤ عامو وګړو، 22 امنیتي عسکرو اؤ 23 وسله والو په ګډون 125 کسان وژل شوي .

دا شمېرې ښیي چې په بلوچستان کې د تېرې جولاي میاشتې په پرتله اګست کې د تشدد پېښې 277 فیصدي سیوا شوي اؤ په دې کې د شوؤ وژنو کچه بیا 938 فیصدي اؤ زخمیانو کچه 208 فیصدي په بره تللې ده.

بلوچستان کې د اګست په میاشت کې د تشدد 49 پېښې مخې ته راغلې چې په جولایي کې یې شمیره یوازې 13 وه.

خو رپورټ بیا وایي چې د بلوچستان برعکس به د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې د امنیت صورتحال ښه شوی دی اؤ د تشدد په پېښو کې 25 کمي لیدل شوې ده.

د پېکس رپورټ وایي چې قبایلي ضلعو کې د تشدد رامنځته شوؤ پېښو کې د وګړو ځاني نقصان کې هم 43 فیصدي کمی رامنځته شوی خو وایي د وسله والو وژنو کې بیا 98 فیصدي اضافه شوې ده.

قبایلي ضلعو کې د جولاي میاشتې په پرتله اګست کې 65 وسله وال وژل شوي اؤ په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو زیانونو کې هم 54 اضافه شوې ده .

شمېرې ښیي چې په جولایي کال 2024 کې په قبایلي سیمو کې 13 عسکر وژل شوي وؤ خو په اګست کې بیا 20 امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د قبایلي ضلعو تر څنګ د پښتونخوا صوبې په نورو برخو کې هم د امنیت وضعه نسبتاً ښه شوې ده اؤ په اګست کې د تشدد 24 پېښې ریکارډ شوي دي چې په جولاي کې یې شمیره 42 ریکارډ شوې وه.

په جولاي کې د صوبې په نورو برخو کې 78 کسان وژل شوي وؤ خو په اګست کې دا شمیره بیا 24 ته راکوزه شوې ده.

رپورټ وایي خېبر پښتونخوا کې د تشدد پېښې 43 فیصدي اؤ په دې کې د مړینو شمېر 69 فیصدي راټيټ شوی دی.

په سیند صوبه کې د جولاي د میاشتې د نهو ترهګریزو پېښو په مقابله کې په اګست کې یوازې دوه ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي چې هیڅ نقصان پکې نه دی شوی.

رپورټ وایي چې پنجاب صوبه کې د تشدد یوازې یوه پېښه ریکارډ شوې چې پکې دوه وسله وال وژل شوي اؤ دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

د پېکس د معلوماتو له مخې د کال2024م د وړومبیو اتوؤ میاشتو په مهال وسله والو پاکستان کې 640 بریدونه کړي چې 757 کسان وژل شوي اؤ 733 ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG