لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې د پښتنو قامي جرګې ته زرګونه خلک ورټول شوي


په خېبر کې د پي ټي ایم لخوا رابلل شوې قامي جرګې ته دخ ېبر پښتونخوا اؤ د ملک د نورو بیلابیلو برخو نه په زرګونو خلک د جرګې میدان ته ورټول شوي اؤ د جرګې منتظمین وایي چې په لږو شیبو کې به دا درې ورځنۍ جرګه په رسمي ډول پيل شي.

د سیمې نه د ډيوه خبریالان وایي چې د جرګې میدان کې د هرې ضلعې د خلکو لپاره بیلا بیلې خیمې لګول شوي اؤ یوه ستره خیمه د عامو میلمنو لپاره لګول شوې ده.

د پي ټي ایم رضاکارانو د جرګې لپاره د امنیت اؤ تنظیم چارې پخپل لاس کې نیولي اؤ د ډيوه خبریالان وایي چې جرګې ته د ورتلونکو کسانو پر مخ ټولې لارې خلاصې دي اؤ ډلې ډلې خلک اؤ سیاسي مشران د جرګې میدان ته ور روان دي.

د جرګې منتظیمینو ډیوه ته ویلي چې د پولیسو لخوا د جرګې په منتظیمینو د پرله پسې چاپو اؤ بریدونو له امله دوي په ټاکلي وخت هغه انتظامات ونه کړل شول چې د جرګې لپاره یې په نظر کې نیولي وؤ خو وایي چې اوس یې هم په بیړه بیړه ټول کارونه سرته رسولي اؤ امکان دی چې د جمعې په مازیګر یا ماښام به جرګه په رسمي ډول پيل شي.

د جرګې د منتظیمینو په وینا جرګه ګې به وړومبی د پښتنو په خاوره د پېښو ستونزو په اړه سیاسي مشران، پوهان اؤ د بیلابیلو تپو یا طبقو استازي خبرې کوي اؤ بیا به د هر سیاسي ګوند اؤ هرې طبقې نه یوه کمیټي وټاکل شي اؤ په دغه کمیټي کې به د ټولو ګوندونو، تنظیمونو ، زده کوونکو اؤ نورو څانګو یو، یو استازی شامل وي .

منتظمین وایي چې دغه کمیټۍ ممکنه غړي به تر ۸۰ پورې وي اؤ هغوي به بیا پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره یوه مربوطه تګلاره ټاکي اؤ دغه تګلاره بیا د پي ټي ایم اؤ ټول پښتون وطن شریکه تګلاره وي اؤ د هغې عملي کولو لپاره به ګامونه اخلي.

د پاکستان حکومت په پي ټي اېم باندې د اکتوبر په شپږمه بندیز اعلان کړی، د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو سره د اړيکو او بهر هيوادونو څخه د پيسو اخستو تورونه یې پرې لګولي وو.

د پي ټي اېم مشر دغه ټول تورونه په کلکه رد کړي او د ثبوت وړاندې کولو غوښتنه یې کړې وه.

خېبر ضلعه کې د جرګې دپاره د څو ورځو نه تياريانې روانې وې، خو په نهم اکتوبر پولیسو د جرګې په ځای عمليات کړي، اوښکی بهيونکی ګېس یې پرې ورورولی او ډزې یې کړې وې.

په يادو ډزو کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په وينا، د پي ټي اېم څلور فعال وژل شوي او لس ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې هم دوه ځله د جرګې د خلکو لرې کولو هڅه شوې وه.

د پي ټي اېم ضد عملياتو په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي وو، د مرکزي حکومت په وينا هر څه شوي دي.

پرون بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د پي ټي اېم ضد عملیاتو وروسته د مشورې دپاره جرګه شوې، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د صوبې ګورنر او د سياسي ګوندونو مشرانو او استازو پکې ګډون کړی او د هغې وروسته وزيراعلا ويلي، جرګې ورته د پي ټي اېم سره د خبرو واک ورکړی دی.

وزيراعلا بيا ورغلی د پي ټي اېم منظور پښتين سره یې ليدلي، او دواړو بيا مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، جرګه به په خپل ځای او خپل ټاکلي وخت کيږي. وزیراعلی په پي ټي ایم باندې د بندیز لګېدو مخالفت کړی دی.

منظور پښتين وويل، د پښتنو جرګه به په پرامنه توګه کيږي، کوم کسان چې وژل شوي د هغو دپاره دعا وشوه او ټول خلک پرې خفه دي. هغه زياته کړه، دلته د دې وطن د حقونو او جرګو په حواله خبرې وشوې.

وزير اعلا وويل، دی به د جرګې کوربه وي او چې جرګې کومې غوښتنې وړاندې کړی هغه به پرې په هر ځای کې خبره کوي.

هغه زياته کړه، د جرګې هيڅ شرطونه نه دي اېښودل شوي، دوی د جرګې کامیابي غواړي، چې دا ټول عمل په خېر ترسره شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG