لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه عملياتو کې ١٠٤ جنگيالي اؤ٨ عسکر وژل شوي دي


دپاکستان پوځي چارواکو دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دترسره شوؤ پوځي عملياتو په ترڅ کې دحکومتي واک دپځايې کولو اؤ ١٠٤ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده.
چارواکي وايي په دغو عملياتو کې ديو افسر پشمول ٨ عسکر هم وژل شوي دي .
تيراه دخيبرايجنسۍ هغه لرې پرته سيمه ده چې پولې يې دافغانستان سره لگيدلي اؤ دغلته په تيرو وختونو کې يو شمير تندروه مذهبي تنظيمونو نۀ يواځې په خپلو کې په پراخه کچ جگړې کولې بلکې په امنيتي ځواکونو يې هم بريدونه کول.
دامنيتي ځواکونو لۀ خوا تيراه کې د تندروه وسله والو په ضد په نااعلانه ډول دپيل کړل شوؤ عملياتو په وجه په لکونو قبائيل ددغه سيمې څخه نورو خوندي سيمو ته وتلي دي.
سيمه کې دپوځي عملياتو کمانډر ميجر جنرل همايون عزيز ميډيا ته دتيراه دعملياتو دتفصيلاتو بيانولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دامنيتي ځواکونو دعملياتو څخه بچ کيدو لپاره تندلاري افغانستان ته تښتيدلي دي.
خو دغه پوځي مشر نۀ ده په ډاگه کړې چې په تيراه کې د فعاله جنگيالو ډلو لښکراسلام، انصارالاسلام يا طالبانو کوم د سر مشران په دغو عملياتوکې وژل شوي يا نيول شوي دي.
هغه وويل چې د٢٢ؤ ورځو پورې دميدان اؤ باغ سيمو په ٩٩ؤ کليو کې روانو دغو عملياتو کې ازبک جنگيالي هم وژل شوي دي.
پوځي مشر وويل تندلارو په دغو دواړو سيمو کې ٩٠ فيصده کورونه سوځولي اؤ زياته يې کړه چې په ابتدائي توگه پوځ ته په دغو سيمو کې دزرو څخه تر يونيمو زرو پورې دجنگيالو دموجوديت اطلاع وه، خو دنښتې په مهال معلومه شوه چې دهغوي شميره د٥٠٠ؤ څخه زياته نۀ وه.
ديوې پوښتنې په ځواب کې اپريشنل کمانډر وويل دباجوړ، سوات ، مهمند اؤ اورکزو ايجنسۍ سره تعلق لرونکي جنگيالي هم په دغو سيمو کې پټ شوي وؤ.
هغه وويل تندلارو دغرۀ په څوکو قبضه کړې وه اؤ پرله پسې به يې ددغو ځائيونو څخه په امنيتي ځواکونو ډزې کولې خو اوس دغه ځائيونه امنيتي ځواکونو تر خپل واک لاندې راوستي.
جنرل عزيز زياته کړه دتيراه دعملياتو له امله څلويښت زره کسان بې کوره شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG