لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور: تيراه کې د پوځ او "خوارجو" په نښته کې ژوبل شوي پوځي افسر ژوند د لاسه ورکړی
تازه خبر

پېښور: تيراه کې د پوځ او "خوارجو" په نښته کې ژوبل شوي پوځي افسر ژوند د لاسه ورکړی


Pakistan Army men
Pakistan Army men

د پاکستان پوځ ويلي، په نهم اګست د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعې په تيراه سیمه کې د "خوارجو" سره نښته کې ژوبل شوي پوځي افسر لفټننټ عزېر محمود ملک په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په نهم اګست د پاکستان پوځ ویلي وو، په تيراه کې په درېو مختلفو ځايونو کې د "خوارجو" سره په درې مختلفو ځايونو کې نښتو کې درې پوځيان او څلور ترهګر وژل شوي وو.

په پينځم اګست د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، "د پاکستان د حکومت په وروستيو کې د يوې مهمې فيصلې او اعلاميې ترمخه، لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فتنه الخوارج په نوم نومولې ده او په راتلونکې کې به دا په دې نوم يادول کيږي او دې ډلې سره تړلی هر ترهګر به خارجي يادول کيږي ځکه دا فتنه ده، دا نه کوم تحریک دی او نه یې د دين اسلام او پاکستان سره کوم تعلق شته".

پوځ ويلي، ژوبل شوی 24 کلن پوځي افسر چې تعلق یې د اټک ضلعې سره وو، د پېښور په پوځي روغتون (سي اېم اېچ) کې یې درملنه روانه وه، پرون د 11م اګست په مازيګر یې ژوند د لاسه ورکړی دی.

پوځي بيان کې ویل شوي، په نهم اګست د خېبر ضلعې په تيراه سیمه کې په درېو ځایونو کې د پوځ د "خوارجو" سره نښتې شوې، چې يوه پکې په باغ علاقه کې شوې وه.

پوځ زياته کړې، لفټننټ عزېر محمود ملک د خوارجو سره نښته کې ژوبل شوی او څلور خوارج یې وژلي وو.
پوځ ويلي، امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ملک څخه به د ترهګرۍ نوغی اوباسي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او صدر اصف علي زرداري د عزېر محمود ملک په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او د هغه قرباني یې ستايلې ده.

په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.هغه ویلي وو، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، تيره میاشت پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.
د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG