د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د موجوده صدر جوبایډن سره په وایټ هاوس کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملاقات وکړو.
د وایټ هاوس په اوول افس یا اوول نومې دفتر کې بایډن د ټرمپ هرکلی وکړو، هغه ته يې په صدراتي انتخاب کې په کامیابۍ مبارکي ورکړه او ورته يې "وېلکم بېک" یا "بیرته پخېر راغلې" وویل.
یو بل ته د لاس ورکولو وروسته ټرمپ وویل "سیاست مشکل کار دی او په ځینو موقعو (سیاست) څه ډېر شایسته هم نه وي خو نن دنیا ښه ده او زه د ستا ستاینه کوم."
اته اوویا کلن ټرمپ وویل د اقتدار به چې څومره کېدلی شي په هواره ډول به ترسره شي.
د نومبر د پينځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ د بریا وروسته بایډن هغه ته وایټ هاوس ته بلنه ورکړې وه.
په شلمه جنورۍ د صدارت د سوګند پورته کولو نه مخکې ټرمپ دپاره وایټ هاوس ته د بایډن بلنه د اقتدار د انتقال علامت ګڼل کېږي.
ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د امیدوار په حېث د نومبر په پينځمه نېټه په صدارتي انتخاب کې د صدر بایډن د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتې ورکړی دی.
بایډن ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هغه ته به په امناکه ډول حکومت سپارل کېږي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، په کال ۲۰۲۰ کې چې بایډن ټرمپ ته په صدارتي انتخاب کې ماتی ورکړی و نو ټرمپ ورته د دې قسمه سایتسګۍ مظاهره نه وه کړې بلکې ټرمپ په ووټونو کې شکست هم نه منلو.
بایډن وویل د اقتد په هواره ډول انتقال په سترګې په لاره دی. هغه زیاته کړه چې وایټ هاوس ته د راتګ په لړ کې به د ټرمپ د ټولو ضرورتونو خیال ساتي.
بایډن په یو وخت کې د ټرمپ په مقابل کې په صدارتي زغل کې شامل و خو د دواړو ترمنځ په وړمبۍ مباحثه کې د بایډن کارګردګي ښه نه ګڼل کېده او بالاخېر د جولای په میاشت کې د مقابلې نه لاس په سر شو او ځان په ځای يې يې هېرېس نامزد کړه.
توقعو وه چې ټرمپ سره ملاقات کې په بایډن په دې خبره ټینګار کوي د روس خلاف جنګ کې د یوکرېن د مرستې نه لاس وا نه خلي. ټرمپ یوکرېن سره د امریکې په امداد پوښتنې راپورته کړې دي.
ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه سوګند پورته کوي او د صدارت چوکۍ په سمباله کړي. په عېن حال کې هغه د خپلې کابينې او د حکومت چارواکو د تقررۍ عمل شروع کړی او د مختلفو عهدو دپاره يې نومونه اعلان کړي دي.
په کال ۲۰۲۱ کې د خپل جانشین صدر بایډن د سوګند پورته کولو په دستوره کې هم نه و شریک شوی چې په کال ۱۸۶۹د صدر اېنډریو جانسن نه وروسته وړمبی صدر و چې د خپل جانشین یولېسېس اېس ګرانټ د سوګند پورته کولو په دستوره کې نه و شریک شوی. بایډن ویلي هغه د ټرمپ د سوګند پورته کولو په دستوره کې د شرکت اراده لري.
Forum