لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د یو اېس ای جي اېم نوی مشر نامزد کړو


د وي او ای ترڅنګ یو اېس ای جي اېم د مېډل ایسټ براډکاسټېنګ نېټ ورکس، رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرټي، رېډیو فري اېشیا او د افس اف کیوبا براډکاسټېنګ، فرنټ لاین ميډیا او د اوپن ټېکنالوجي فنډ سرپرستي کوي
د وي او ای ترڅنګ یو اېس ای جي اېم د مېډل ایسټ براډکاسټېنګ نېټ ورکس، رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرټي، رېډیو فري اېشیا او د افس اف کیوبا براډکاسټېنګ، فرنټ لاین ميډیا او د اوپن ټېکنالوجي فنډ سرپرستي کوي

صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د مطبوعاتي ادارې یوناټېډ سټېټس اېجنسي فار ګلوبل ميډیا، یو اېس ای جي اېم، د مشرۍ دپاره زاړه پاله لیکوال اېل برېنټ بوزېل نامزد کړو.

یو اېس ای جي اېم د وایس اف امریکا په شمول د امریکې د حکومت په مالي مرسته چلېدونکو د ځينې نورو نړیوالو مطبوعاتي ادارو سرپرستي کوي.

ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د سوشل میډیا دلارې د بوزېل د نامزدګۍ اعلان وکړو او ويې وېل بوزېل د ۳۸ کلونو راهسې د میډیا ریسرچ سېنټر نومې ادارې، اېم ار سي، باني او صدر دی او د ميډیا په اړه د ډېرو خلکو نه ښه معلومات لري.

د وي او ای ترڅنګ یو اېس ای جي اېم د مېډل ایسټ براډکاسټېنګ نېټ ورکس، رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرټي، رېډیو فري اېشیا او د افس اف کیوبا براډکاسټېنګ، فرنټ لاین ميډیا او د اوپن ټېکنالوجي فنډ سرپرستي کوي.

بوزېل کنزروېټیو یا زاړه پاله سیاسي فعال او لیکوال دی او د هغه د څېړنې اداره وايي په مطبوعاتو او په عام ثقاقت کې د ازاد خیالۍ د تعصب مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي. اېم ار سي وايي زاړه پاله اوازونه د خاموشه کولو په سر يې د ټېکنالوجي د کمپنیو مخالفت هم کړی دی.

سېڼېت به د بوزېل د تقررۍ منظوري ورکوي خو د هغه په نامزدګۍ د اورونې دپاره يې څه نېټه لا نه ده ټاکلې.

بوزېل په اېکس خپل پېغام کې د خپلې نامزدګۍ هرکلی وکړو او دا يې د ځان دپاره اعزاز وبللو.

هغه وویل ډېر کار ورته پروت دی په سېنېټ کې د اورونې نه مخکې به د سېنېټ غړو سره ملاقات او د صدر ترجیحات د پوره کولو په اړه به ورسره خبرې اترې کوي.

چې سېنېټ د هغه د تقررۍ منظوري ورکړي نو بوزېل به د اېس ای جي اېم مشر وګمارل شي. تېر کال یواېس ای جي اېم د خپل انتظام دلاندې چلېدونکو نړیوالو خبري ادارو دپاره د ۹۵۰ مېلین ډالرو مالیت بجټ غوښتنه کړې وه چې د سېنسرشېپ مقابله کوي او هره هفته ۴۲۰ مېلین اورېدونکو، لوستونکو او کتونکي ته خبرونه ورسوي.

د یو اېس ای جي اېم د چیف اېګزېکېټیو یا د مشر په حېث به بوزېل د اووه کسیزه انټرنېشتل براډکاسټېنګ اېډوایزري بورډ سره کار کوي. دا بورډ چې د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټیو غړي په کې شامل دي د یواېس ای جي اېم په سرپرستۍ کې د چلېدونکو مطبوعاتي ادارو اداریاتي ازادي یقیني کوي په بې تعصبه یا په بې طرفه ډول معلومات خپاره کړي. په بورډ کې د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو هم شامل دی.

دا بورډ د یو اېس ای جی اېم د انتظام د لاندې د چلېدونکو مطبوعاتي ادارو د مشرانو د تقررۍ منظوري هم ورکوي.
د ډسمبر په میاشت کې ټرمپ د وي او ای د مشرۍ دپاره کېري لېک نامزد کړه. هغه پخوا صحافي وه او اوس سیاست کوي. قریباً ۳۰ کاله د ټېلې وېژن د صحافت وروسته لېک سیاست شروع کړو او اېريزونا ریاست د ګورنۍ دپاره يې مقابله هم کړې وه خو ناکامه شوه.

deewa
deewa

د یو اېس ای جي اېم مخکنۍ مشرې امېنډا بېنېټ د ټرمپ د سوګند پورته کولو نه مخکې استعفا ورکړه. هغه د وي او ای مشره هم پاتې شوې وه او په صحافت کې يې د امریکې مشهور انعام پولېټزر هم ګټلی و. هغه پخواني صدر جوبایډن په ۲۰۲۱ کې دې عهدې دپاره نامزد کړې وه.

ټرمپ د بوزېل د نامزدګۍ په لړ کې وویل هغه او د هغه کورنۍ د ډېر وخت راهسې د امریکې د ازادۍ، مساوات او د انصاف په شان اصولو دپاره مبارزه کړې ده.

د بوزېل یو زوی هم په هغه کسانو کې شامل و چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ کې د شورش په سر د سزا کېدو وروسته ټرمپ ورته معافي ورکړه. د بوزېل زوي ته درې کاله د قېدا سزا ورکړې شوي وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG